کور / تازه خبرونه / وروستيو بمي چاودونو ښاريان سخت په غصه کړي دي

وروستيو بمي چاودونو ښاريان سخت په غصه کړي دي

دکندهارټول ښاريان اوس په يوډول اندېښنه کي دي اووروستيوچاودونوخوراانديښمن اوپه غصه کړي دي. دوى هريوه راته بيل بيل وويل چي داڅنګه دولت،بهرنيان اوچارواکي دي چي له يوې خوارايي راڅخه غواړي اوله بلي خواموساتنه هم نه سي کولاى ؟!


دسې شنبې دبمي چاودني په ځاى کي يوتن چي په دې پېښه کي يې دوه تنه دکورنۍغړي دلاسه ورکړي ووراته وويل: (( موږحيران يوچي له دې دونده خارجيانو،ملي اردو،ملي پوليسواوملي امنيت په شتون کي څنګه داسي خونړۍپېښه رامنځته سي؟؟))دده په خبره چي داټول ددوى خپل کارونه دي چي ترټولو غټ تاوان يې موږغوندي بي وسه اوځورېدولوافغانانوته رسيږي .


په همدې ترتيب يوبل سړى چي په دې پېښه کي ېي دوروردرملتون له منځه تللى ؤ په ډيردردلي ږغ راته وويل: (( داډول پيښي دهيڅ انسان کارنه دى ځکه هرانسان دونده پام بايدولري چي خواروافغانانوڅه ګناه کړې ده چي لاتراوسه هم وژل کيږي . )) دغه ځوان چي څان يې عبدالواحدراوپېژندى زياته کړه ،کله چي طالبان ولاړل نوموږخوشحال سووچي نورنوله دي خاوري دناخوالوټغرټول سوخواوس چي ګوروورځ تربلي حالات خرابيږي اوترټولوډيرخطرپښتنوته متوجه دى اخرولي داسي کيږئ .؟؟


يوتن معلم چي دنوم له څرګندولوڅخه يې ډډه کول همداسي له احساساتوڅخه ډکي خبري وکړي اوراته يې وويل : (( داڅنګه سوله ساتي ځواکونه دي ؟داخوسوله ساتي نه دي سوله ماتي دي اوهره ورځ موږددوى په شتون کي وژل کيږو،په داسي حال کي چي دلويوکامروخبري هم کوي ،ولي يې په دي وخت کي کامروکارونه کړاونه هم کوم دولتي کسان په خبرسول اخرولي له دي ولس سره داديرش کاله دغه سياسي لوبي رواني دي ؟


ان يوې ميرمني خولاداهم راته وويل چي : (( موږاوريدلي دي چي دغسي پيښي نه طالبان کوي اونه هم نورڅوک ،داټولي چاودني خپله امريکايان کوي اوتاوانوي يي پربل چا،خداى دي زموږداوښکوازارپه پسې کړي چي موږيې هيرسواوپه خپل غم اخته وي .


په لنډه ډول ويلاى سوچي اوسمهال دکندهارډيرى ښاريان له دولت اوبهرنيانوڅخه خواشيني دي اوديوه ټينګ امنيت غوښتنه کوي اودوى ټول پوهيږي چي په هيوادپه ځانګړي ډول په پښتني سيموکي نامني يوازي اويوازي سياسي لوبه ده .


په دي سروي کي نيژدي اته شپيته تنه پوښتل سوي دي چي دټولوخبري يواوبل ته ورته اونيژدي وي اوټولوپه يوه ږغ له دولت اوبهرنيانوڅخه خواشيني ښودل اودامنيت غوښتنه يې کول اوزياتول يي چي بهرنيان وغواړي هغه ګړي امنيت راوستلاى سي خودوى په قول چي خپله بهرنيان اوبه خړوي اوماهيان پکښي نيسي .


د پيښي وېډيو :



د پيښي انځورونه :