کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / واشینګټن دطالبانو د بیا رامنځته کیدو په لټه کښې دئ !

واشینګټن دطالبانو د بیا رامنځته کیدو په لټه کښې دئ !

دنوې دولت د«مشروعیت »ستونزی ته په پاملرني سره د ټایم اونیزي ولیکل : واشینګټن په افغانستان کې دطالبانو د بیا رامنځته کیدو په لټه کې دئ !

ټایم امریکایی خپرونی د (۲۰۰۹) زیږدیز کال داګست دمیاشتی پر(۲۴مه) څلرویشتمه نیټه باندی ولیکل : واشینګټن په افغانستان کې دطالبانودبیا رامنځته کیدوپه لټه کې دی اوپه پاملرنی سره دنوې دولت «مشروعیت » ترپوښتنی لاندی تللی،ددرغلیورامنځته کیدل اودتیروتنوپيښی اوخبری ،دطالبانودبیرته راتګ امکان یې رامنځته کړی .

دامریکا چاپ دټایم اونیزه خپر ونه په اشاری سره دافغانستان دجمهوری ریاست دټول ټاکنو پر را وروستو شرايطو باندی ولیکل :

په واقعیت اورښتنی ډول سره دغه ټول ټاکنۍ نه سي کولای چې دافغانستان دراتلونکی دولت مشروعیت په پوره توګه سره تامین کړی ،اودا به یوازی و واشینګټن ته ستونزی رامنځته نکړی بلکی پرځای اوپروخت به وی ترڅو یو بی واکه دولت په افغانستان کې حاکم سي اودغه بی واکه دولت به په همدی ډول سره په افغانستان کې دطالبانو دبیرته راتګ سبب وګرځې اودا هغه شرايط دی چې امریکاییان دهغه د تحقق څخه پلوی کوي .

دټایم اونیزه خپرونه په دی رپوټ کې تر دی سرلیک لاندی ((څنګه به ممکنه وی چې دافغانستان دټول ټاکنوپایله وامریکا ته مرسته وکړی ؟)) ولیکل : دافغانستان دولت دمشروعیت په نه لرلوسره ، په نهایت کې دامریکا په ګټه به وي ځکه ډېره موده مخکې د سپينی ماڼی دچارواکو پام ودی مسلی ته را اوښتی دی ،چې دافغانستان سیاسي سیسټم په یو داهسی ډول جوړښت سره دی چې دطالبانووبیرته راتګ ته اجازه نه ورکوي اوپه پایله کې په افغانستان کې دغه بی واکه دولت چې مشروعیت نه لري هرومرو دی ویجاړسي اوورپسی دی یوبل نوی دولت جوړ سي .

ټایم همدارنګه دافغانستان دجمهوری ریاست دټول ټاکنو ددوونوماندودهیلواوادعاوپه اړه ولیکل : داهسی ښکاری چې دټول ټاکنوپایلی څو ورځې نور هم په برکې ونیسی اما په پوره توګه سره مشخص دی که هرڅوک وکولای سي چې په دی ټول ټاکنوکې بریالی سي بیا به هم دمشروعیت دسونزی سره به مخامخ وي .

ددی امریکایې اونیزی دلیکلوپربنسټ ، دافغانستان اوسنی جمهور ریس حامد کرزی اودهغه اصلی سیال عبدالله عبدالله ،دواړودجمعی په ورځ اعلان وکړچې په لمړی پړاوکې یې دوټونو ډېره برخه غوټ (اکثریت ) سې ترلاسه کړی دي .

ټایم زیاتوي : عبداله په ټول ټاکنوکې دکرزی پلویان یې په درغلیواولاسوهنوباندی تورن کړ اوداهغه ایډیا وه چې حتی دټول ټاکنودورځي دپیل کیدوڅخه مخکې هم شته والی یې درلود ./

دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه
اخیځ دقطره نیوز څخه