کور / هراړخیز / ناسمي ټاکني

ناسمي ټاکني

دالماني یوه معتبر اونیزه پاڼه د (die Zeit Nr. 36 27.8.2009) څخه :
د « اولریش لادورنر» (Ulrich Ladurner) لیکنه او د ده دلیکني څخه مهم ټیکي راژباړه سوي .
ولې داسي ناسمي ټولټاکني د یوه حکومت لپاره چې د غرب په میلیاردو روپی پرلګېدلي، پرغاړه اخلي؟
ځواب بېخي ساده او اسانه دی : خلک په دې چپ دي، ځکه چې بیا به و ویل سي، د ناټو سرتيري هڅه کوي، یوبډي اخستونکی او بې اغیزه حکومت پر ځواک راولي او برسېره پردې لا هم په ټاکنو کي لاس وهي . دغه رښت هیڅ یو سیاستمند نه غواړي، چې څرګند ئي کړي . بنسټیز قانوني شتون د سرتېرو به په افغانستان کي په دغه کار تر کلکي پوښتني لاندي رااولي . په دې باره کي څوک څه نه واي او که بیا واي، نو داسي خبري کوي : په دغو شېبو کي په ملیونو انجڼي چې د ناتو په زور ښوونځیو ته ځي او یا د څاهانو د برمه کولو او د ویالو کیندلو او خړوبولو د ښوونځیو جوړولو خبري کوي . دا ټوله ښه کارونه دي . که دغه کارونه د تحمل سوي حکومت د کارو سره پر تله سي نو بیا هڅ نه دي . که څه لا هم ډېر نور څاهان و کیندل سي خو بیا هم دجګړې پایز تصمیم د افغانستان د خلکو په لاس کښې به وي .
هو! هغه وخت راغلی، چې له افغانستانه ووزو، خو داسي نه چې نن، بلکي په دو او درو کلونو کي . خو تصمیم باید اوس ونیوله سي . اووه کاله ډېر وخت وو، څلوېښت ملیارده دالره ډېري روپۍ دي، سل زره سرتیري د يوه هېواد پوره اورده جوړه وي، خو د دغو ټولو پایله ډېره لږ ده . د غرب لپاره په ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ پوري یو ښه چانس وو . طالبان ځپل سوي وه، جګړه ماران په وېره کي وه، و افغانانو ته ډېري هیلي پیداسوي وې . دغرب اکثریت د جنګ پلوي کوله . نن چې سړی ګوري په اووه کلونو کي طالبان راژوندي سوه او ځواکمن سوه . خلک ناهیلي سوه . د خلکو څخه چې پوښتل کېږي، داسي څرګنديږي، چې هېوادي جبهه سره پاشل کېږي .
موږ نه دا غوښت لرو، او نه دغه ځواک لرو او نه هم سمه ستراتېژي لرو، چې دغسي دوام ورکړو . او بیا به د ویتنام انځورنه . . . .
د ناتو وتل حتمي د افغانستان څخه دا مانا نه لري، چې بیا دي طالبان یا القاعده راسي . وتل د افغانستان څخه هم دا مانا نه لري، چې افغانستان دي په تیاره کي پرې ښودل سي . ملکي خلک د بیا رغاوني لپاره پاتیږي او د بیارغاوني کارون پرمخ بیاي . . .