ميدان وردګ : د کمپاین امنیتي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2009


وردگو ولایت کی په دریو پیښو کښي بهرنیو او دهغوی مرستندویان دکمپاین امنیتی کسانوته درنده مرگ ژوبله واوښته .

په سیمه کی عینی شاهدان وایی چی لمړی بېښه دسیدابادولسوالی ارړوند دسالارو په سیمه کی هغه مهال رامنځ ته شوه چی دکمپاین موتر راورسیدل اوپه امنیتی ساتونکیو یې وسله والو مخالفینوبرید وکر او سخته مرګ ژوبله یی ور واړوله .

د سيمي څخه رحمت ولي وایي چي یوسرف موتر چي په جګره کښي لګېدلئ وسوځید اواته تنه وسله وال ساتونکي يه کي ووژل شول .

هغه داهم وویل چی به سیمه کی دوه ساعته جکره روانه وه چي له امله يې د کابل کندهار لویه لار بنده وه .

ذبیح الله مجاهد له یوه ناڅرکند ځايه څخه دتلیفون په کرښه لراوبر ته وویل چی اته تنه وسله وال یی وژلی او یو سرف موتر یی لمنځه وړئ دئ .

دغه راز دوردگو دچک به ولسوالی کی یوتانک به ماین الوزولئ شوی او بیا د کزمی برید شوی او اته امریکایان پکښي وژل شوی دی، په وردگو ولایت کی به دی ورستیو کی نا امنیو زور اخیستی دی او سخته مرگ ژوبله یی ورته اړولی ده .

Copyright Larawbar 2007-2024