د شيخ جميل په نامه يوه ځوان چي د هندوستان په يوه زندان کي يې څوورځي وړاندي ساه ورکړې وه.مړی يې دواهګه پولې له لارې لاهور او بيا نن ديوې الوتکې په واسطه د سهيلي پښتونخوا ږوب ته راوړل سو.
شېخ جميل له تېرو اوولس کلونو راهيسي د هندوستان په جودپور کي په يوه بندکي بندي وو.
دده دجنازې لمونځ دشېخانوپه کلي کي وسو او خاوروته سپارل سو چي په جنازه کي په زرګونوخلګو ګډون درلودئ.
رسنيو ته دده د ورور شېخ نواز په وينا چي وروريې په بندکي دډېرووهلو له لاسه مړسوئ دئ .