کور / خبرتیا او پيغامونه / د سواد د نړيوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت پيغام

د سواد د نړيوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت پيغام

د پالونكي خداى (ج ) په سپيځلي نامه


۱۳۸۸د وږي ۱۷مه


 خوښ يم چې د نورې نړۍ په څير په افغانستان كې هم د وږي اولسمۍ چې د زده كړې او سواد له نړيوالې ورځې سره برابره ده لمانځنه كوو، هغه ورځ چې را رسيدل يې له تبعيض پرته په ټول افغانستان كې ، د سواد د ترويج او تعميم په موخه د ټولو اړوندو ميثاقونو او تړونونو د صادقانه تطبيق غوښتنه كوي.



 د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت خپلو ټولو درنو هيوادوالو، په ځانګړې توګه زده كونكو، ښوونكو او هغو كسانو ته مباركي وركوي چې په خورا ستونزمنو اقتصادي او امنيتي شرايطو كې د هيواد د ښيرا زه كيدو په موخه د ولس د باسواده كولو لپاره نه هيريدونكې هلې ځلې كوي.



 له ګاونډيو هيوادونو څخه په الهام اخيستو او د پوهنې وزارت، د سوادزده كړې په برخه كې د متخصصينو د مشورو او نوښتونو له امله وه چې د پوهنې وزارت، د سواد زده كړې تر څنګ ئې حرفوي او مسلكي زده كړې هم ځاى كړې دي، او دغې برخې ته يې د حياتي زده كړو نوم وركړ، څو هيوادوال پرليك او لوست سربيره د اړتيا وړ نور مسلكونه او مهارتونه هم زده كړي، چې له نيكه مرغه د جاپان د يونسكو د فدراسيون، JICA او يو شمير نورو خيريه مؤسسو په مرسته په دې برخه كې د C.L.C يا محلي ښوونيزو مركزونو په جوړښت سره د دغه هدف د ترلاسه كيدو لپاره د پام وړ كار شوى دى.



 د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د حياتي زده كړو، د ملي مركز د معينيت هغه راپورونه او شميرنې چې زموږ د بې سواده هيوادوالو د باسواده كولو په اړه وخت په وخت خپريږي د دې څرګندوى دي چې د سواد زده كړې ښوونكي او مسؤلين د خپل ملي او ديني رسالت په درك كولو، او دوامداره هڅو سره توانيدلي چې په هيواد كې بې سوادۍ ته د پاى وركولو په برخه كې لويې لاسته راوړنې ولري، موږ د دوى پر دغه نه هيريدونكو هلو ځلو غاړه هسكه وړو او دغه هڅه يې د پوهنې په تاريخ كې يو روڼ باب ګڼو.



 د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت ډادمن او هوډمن دى چې د لوى خداى په مرسته او د خپلو ټولو موجوده امكاناتو په كارولو سره به په راتلونكو ۱۱ كلونو كې د هيواد ټولو بچيانو ته د هغوى د ترټولو لوى او مهم حق يعنې دمعياري زده كړې او په غټه كچه د بى سوادۍ د ختمولو زمينه برابره وي او په دغه برخه كې به په خپلى دغه ژمنې كې بريالى كيږي.


ومن الله توفيق