دختيزې سيمې ليکوالو او دسفما دسيمه ييز دفتر ګډ پريکړه ليک!
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې او دسفما دسيمه ييز دفتر ګډ پريکړه ليک!
جلال اباد جمعه دسنبلې (وږي)شلمه١٣٨٨
څرنګه چې په روانه اونۍ کې په افغانستان کې دنيويارک ټايمزورځپاڼې بهرنې خبريال سټيفن فاريل له خپل افغان ملګري سلطان احمد منادي سره دشمال ختيز ولايت کندوز دوروستۍ پېښې درپوټولو په موخه سيمې ته سفر کړى و چې په سيمه کې ددولت دمخالفې ډلې طالبانو له لورې وتښـتول شول.
په خواشينۍ سره چې په افغانستان کې ميشتو بهرنيو قواو پرته له دې چې په سوله ييز ډول ديادو شويو خبريالانو دراخوشې کولو هڅې پېل کړي او يا هم ددوې داړوندې ادارې او افغان دولت سره اړيکې ونيسې په خپلسري ډول يې د دوې دراخوشې کولو په نوم عمليات پېل کړل چې په پايله کې بهرنې خبريال ژوندې وژغورل شو خو افغان خبريال پکې خپل ژوند بايلود.
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه او دسفما سيمه ييز دفتر په داسې حال کې چې دسلطان منادي وژنه په کلکه غندي خپل ګډ پريکړه ليک په لاندې ټکو کې وړاندې کوي.
١- ملګري ملتونه د يو ناپلوې ارګان په توګه ددغه پيښې دپلټنې مسوليت لري او بايد چې دخپل مسوليت له مخې دپېښې پلټنه وکړي او قاتلين د محاکمې ميز ته راکاږي.
٢- په افغانستان کې موجودې ټولې وسله والې خواوې دژورناليستانو پروړاندې يو ګواښ ګرځيدلى.ورځ په ورځ دژورناليستانو دسر خوندي ساتلو او فعاليت ساحه تنګيږي.که دغه چارهمداسې دوام ومومي په دغه هيواد کې به په خپلواکه توګه ژورناليستيکو فعاليتونو ته دپاې ټکى کيښودل شي.
٣- موږ به دښارونو په واټونو کې دسوله ييزو مظاهرو له لارې په هيواد کې دبې ګناه ژورناليستانو دقاتلينو غوښتنه تر هغې کوو تر څو ښکيلې خواوې دژورناليستانو دقاتلينو دمحاکمې او دغه راز دهغوې دژوند دخوندي توب ډاد ورنکړي.
٤- دکورنيو او بهرنيو خبري رسنيو له چارواکو غواړو چې دخپلو ژورناليستانو دسر دخوندي توب پر لارو چارو له سره غور وکړي او پر خبرونو دژورناليستانو دسرخوندي توب ته لومړى ارزښت ورکړي.
٥- په افغانستان کې له ميشتو بهرنيو قواو نه په ټينګه غواړو چې دبيان ازادۍ ته په درناوي او ژمنتياسره دې دافغان خبريالانو لپاره دښه کارکولو زمينه برابره او دهغوې پروړاندې دې خنډونه نه راولاړوي او که داسې ونکړي نو بيا به دغه ځواکونه پخپله دبيان دازادۍ دسرغړوونکووپه توګه وپيژندل شي.