کاناډا : افغان کرکټ اتل ټېم پاپوانيوګينيا ته هم ماته ورکړله

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 12th, 2009


 په کاناډا کښي د ۲۰۱۰ کال د کرکټ د نړيوال جام د پېل سويو کرکټ سياليو په ترڅ کښي افغان ۱۹ کلن کرکټ ټېم د خپلو پرله پسې برياوو په لړ کښي دادئ له نېکه مرغه د پاپوانيوګينيا (PNG – Papua New Guinea )کرکټ ټېم ته هم ماته ورکړله .












 


افغان ټېم  په ۳۶  اورونو کښي يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو سره ټول ټال  ۲۰۲  منډي جوړي کړلې چي په ۶ ويکټونو سره يې دا  سيالي هم د تېر په څېر په خورا مېړانه سره وګټله !

پاپوانيوګينيا چي لوبه يې اول پېل کړې ول، ټولټال لوبغاړي يې په ۵۰  اورونو کښي اوټ سول ټوله ۱۹۷ منډي جوړي کړلې چي پدې سره يې سيالي ماته وخوړله .

د افغان ۱۹ کلن کرکټ ټېم تر اوسه په خپلو ټولو بازيو کښي يواځي يوه سيالي له ايرلنډڅخه بایللې ده، خو   افغان ځلميانو وروستۍ سيالۍ په خوا مېړانه  يو په بل پسي ګټلي دي .


که څه هم افغان ۱۹ کلن کرکټ اتل ټېم  تر اوسه د لست په سر کښي ځای لري او د ۲۰۱۰ کال نړيوالو سياليو ته يې لاره موندلې ده خو د  روانو سياليو د اتلولۍ د ګټلو په موخه به افغان کرکټ اتل ټېم خپله وروستې سيالي سبا د يکشنبې په ورځ د کوربه هيواد کاناډا سره ترسره کړي .


ټولو افغانانو ته دي د افغان  ۱۹ کلن کرکټ اتل ټېم بری مبارک وي  او دوعا به کوو چي زموږ ځوان اتل ټېم د روانو سياليو اتلولي هم په افغاني مېړانه سره ان شاء الله وګټي !


لوستونکي کولائ سي چي په کاناډا کښي د روانو کرکټ سياليو وروستی حال پر دغه لاندي پتو باندي تعقيب کړي :


د کاناډا په روانو کرکټ لوبو کښي د ګډون اړوند معلومات دلته موندلائ سئ !


Cricket Canada
 3 Concorde Gate, Suite 301
 Toronto, ON, M3C 3N7
 Ph: 416.426.7209,
canada@cricamericas.com


Larawbar.net/live | canadiancricket.org







































































































Team Played Wins Ties NoResult Losses Points NRR
Afghanistan U19 8 7 0 0 1 14 1.25
Ireland U19 8 7 0 0 1 14 1.05
CanadaU19 8 6 0 0 2 12 0.36
Papua New Guinea U19 8 6 0 0 2 12 0.27
USA U19 8 5 0 0 3 10 0.38
Hong Kong U19 8 3 0 0 5 6 -0.29
Uganda U19 9 3 0 0 6 6 -0.51
Netherlands U19 8 3 0 0 5 6 -1.03
Vanuatu U19 8 1 0 0 7 2 -1.57
Sierra Leone U19* 9 0 0 0 9 0

Copyright Larawbar 2007-2024