علم ګل سحر
يو غمی د سيند په تل کې
علم ګل سحر
يو غمی د سيند په تل کې
يو غمی د سيند په تل کې رانه ورک شو
نه پوهيږم په څه چل کې رانه ورک شو
اننګو کې دې زما د کتو فصل
ټوکيدلی و،په ګل کې رانه ورک شو
يو شين خال به مې نمانځه هميش په زړه کې
ستا خواره واره اوربل کې رانه ورک شو
د شانې خوله کې زما ارمان نيمګړی
د هغې د زلفو ول کې رانه ورک شو
د نيرون* په هوسونو کې لاهو شو
خوږ کابل مې په کابل کې رانه ورک شو
6\8\1382
پکتيا،زرمت-اسلامخيل
شکرالله طاهري
د انصاف قانون
اوس هم د زیاتی د وردی ظلم کیږي ناروا
دعدل او د انصاف قانون ورک شوی له دنیا
همغه د فرعون اود نمرود زوړ پاچاهي ده
ژوندی خلک په اوراچول کیږي بې ګناه
اوس هم د یوظالم یزید په خوا خلک ولاړدي
اوس هم فاطمې کور کې دی ماتم د کربلا
ضمیر که ویده نه وي د قانون د محافظو
قاتل به څنګه ګرځي آزاد د دشت لیلا
هغوی چه د بشر د حق هرخوا چغې وهلې
ګنډلی خپلې خولې دي ترې نه نخیژي صدا
په تن ددغې خوارملت زړې جامې دي پاتې
راځی ای لوټمارانو ارمان وباسی د غلا
تیارې مو ددې توره شپه به ځي آخرتیریږي
امید مونږسره شته دی د روښان ښکلې سبا
که سرموځي نولاړدېشي طاهري حق به وایو
ډاریږو یو الله (ج) نه نه ډاریږو د بل چا
عبدالرحيم هلال
مــــــكـــــتــــبــــــي
اوس هغه مكتبي نه يم اوس بدل يم
لاروى يمه دبلې يوې لارې
زړه نازړه دخپل هدف ترحد دراوړم
راته هرڅه ستا په دوو سترګوکې ښکاري
ماشومتوب رانه په بله خوامخ کړی
شوق دلوبو یوه زره راسره نشته
ځان مي پټ کړم له همزولوتري تم شم
بي له تا بله چاره راسره نشته
زما شوق دسبق ډېرووخواوس نسته
خدای مین کړم اوس سندرې یادومه
اوس مي ذهن کې یوه بله دنیاګرزي
ایله ستادخولې خبرې یادومه
تابه ويل چې مسافرشې زړه مي دردکړي
مابه وېل درته پېښ شوی درد د سر دی
دامړه تبه دسردردخومعمولي وي
مازده کړې بیولوژي کې بلډفریشردی
خوچې اوس ته رانه بېله شي نوپوه شم
جدايي خوپه رښتیا بده بلا ده
دسر درد دځان وژل دزړه چاودل دي
تاته کړې ها خبره مي خطا ده
چر به تارانه دزروچارګل وغوښت
یوه هیله به دي وکړه په خنداکې
زه به ړنګ شومه په شا وروبه مي ووېل
مادزروقیمت لوستی په کېمیاکې
اوس هغه مکتبي نه یم اوس بدل یم
ستاپه پوزه پره داره چارګل خوندکړي
ستاپه وړاندي نقره څه ده طلا څه ده
تردي ټولوالماس داره چارګل خوند کړي
بند په بیل یوه جها ن كې زما خیال دی
ځان دتااودځان درسته نړۍ بولم
په خپل نوم یوازې خپل ځان ته خطاب کړم
ستاپه نوم په ایمان درسته نړۍ بولم
دحساب مضمون مي اوس هم لا په یاد دی
پرې داغونه دزړګي معلومه ومه
دخپل صبرتناسب اونسبت ګورم
ستادهجرفیصدي معلومه ومه
چې به ماوه شپه اوورځ په ځان یوه کړې
اوس هغه مکتبي نه یم اوس بدل یم
څه ساده وم څومره رام وم خواوس شوخ شوم
ښه مغلق شوم ستا دتورو کمڅوول شوم
ډاکتر حسن-لندن
غزل
نن افغان دنوي وخت بهیر ور ک کړی
اسیاځکه دغور زنګ امیر ور ک کړی
زورور دزمانې يې لیکوالان دي
چې تاریخ دتوراوسپین توپیر ورک کړی
دجمال اود جلال پولې يې نشته
تصور مې چې دیار تصویر ورک کړی
زوراوزر يې په اسانه ځکه وموند
ددې خلکو اکثریت ضمیر ورک کړی
هر یو کس يې ټیل وهي دجنګ دریاب ته
لویه خدایه پښتنو دستګیر ور ک کړی
شیطانان دزمانې يې چې اوس لیکي
ملائیکو دپښتون تقدیرور ک کړی
یا به ځان یا به ظالم په کاڼو وولي
نن (حسن) لیوني بیا ځنځیرور ک کړی
محمدسرور وکيلي
ته به راته وايه
غزل
ته به راته وايه ! غزل
كه ښکنځا راته كوي ، ته به راته وايه
خبري د پره دو به، په هيڅ ګون نه راته وايه
هره وینا چې راته كړې ، ټوله دي منم
منمه دي کنځا هــم ، پخــپله خوله به راته وايه
نه به راته واي، چې بل ويل ته داسي ئي
دا خبرې د بل چا به ، په مضمون نــــه راته وايه
ته به راته وايــه ، هرڅه چې راته وايــه
دپره دو ويـل خبري، په زوڼ زوڼ نه راته وايـــه
خبرې به د كور ، په كور كې سره وايو
د خولې خبرې به د بل ، په هيڅ ګون نه راته وايه
د غيرت خبرې
محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
د پلرونه په ميړانه مه نازيږه
دغيرت نښې ښکاره په میدان کې
د سیالانو سره سيال شه راپاڅيږه
خپل هنر عقل ښکاره کړه په میدان کې
پلار ګټلې خوړل زوی ته وي اسانه
همت وکړه پخپله يې پيدا کړه
يو ځل وګوره نړۍ غيرتي ځوانه
د غيرت غيرت ويل ځانته مانا کړه
ځان خبر کړه د پلرونو له زمانه
د ژوندون په طریقه دې ځان اشنا کړه
بې سنجشه بې مفهومه غږيږه
د جرګې تميز پيدا کړه پخپل ځان کې
د جامو ټوکر دې کوم ځان نه راغلی
راته وښايه هنر او لياقت خپل
دا پټکی چې دې په سردی چا اوبدلی
کوم چې ته يې غرور بولې د ملت خپل
د ګنډلو ستنه نه شې جوړولی
وروره وژلو ته بيا وايې شجاعت خپل
سر راپورته کړه له خوبه راويښيږه
نور غفلت ليدلی نه شم په افغان کې
که غيرت لرې نو وګوره دنيا ته
خپل ټوټه ټوټه وطن ورسره سم کړه
د خيرات لاس دې نيولی دی هر چاته
د ټوپک پر ځای راپورته نور قلم کړه
له تورتم جهل نه ووځه رڼا ته
افغاني همت ښکاره په ټول عالم کړه
بيا نو نرزوی د پښتون يې پرې نازيږه
سرلوړي دې په نصيت شه هر ميدان کې
چې په دې نه شې خپه حوصله وکړه
ما د زړه له درده وکړې دا خبرې
د نیکۍ په کار کې تل عجله وکړه
په خبرو کې مطلب نه مه ځه لرې
په هر کار کی په تد بير فيصله وکړه
خوښي نه شي درکولی مرغلرې
که خوښي غواړې مکتب ته روانيږه
د بخت ستوری به دې پورته شي آسمان کې
څوک چې علم پوهه نه لري ړانده وي
ټول ژوندون يې په کړاو باندې تيريږي
په هر کار د بل محتاج او پسمانده وی
تل د نورو له دباو لاندې اوسيږي
مشر کشر يې د نورو نشانده وي
بې خبره وروسته وړاندې پاتې کيږي
په ټينګ عزم مخکې درومه مه ودريږه
بې ننګي نشته پښتون د بچي شان کې
زه چې ګورم پر مختګ د نور جهان ته
په يواولی اتفاق کوي کارونه
په علميت پوهه روان دي پاس آسمان ته
انټرنيټ او کمپيوټر يې مثالونه
خو چې ووينم پښتون او لوی افغان ته
په وژنه د خپل ورور کوي وياړونه
اوس نو ته قضاوت وکړه وګړيږه
څوک به لوری ورکوي پاتې کاروان ته
له جامو تر کور سامان او خوراک پورې
مونږ له نورو هيوادونو نه راغواړو
د خپل ورور د مرګ وژنې تر ځواک پورې
مونږ له لويو قدرتونو نه راغواړو
د صابون ستنې خولۍ او مسواک پورې
چې له نورو وطنو وي مونږ پرې وياړو
سترګې خلاصې کړه له ځانه وشرميږه
خدمتګاره خجالت يم دې ميدان کې