کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / الوطن : افغانان و ډوډۍ ته اړتیا لري نه و بمونو ته

الوطن : افغانان و ډوډۍ ته اړتیا لري نه و بمونو ته

د سعودی عربستان ورځپاڼۍ الوطن : «داروپاییانودپراخه ګوتنیونی په اړه دشمالی اتلانتیک تړون دناټودسازمانود ځواکونودیرغل اوعملیاتوپه هکله چې دافغانستان دقندوز په ولایت کې ترسره سو اوپه پایله کې نهوی (۹۰) تنه انسانان مړه سول ،اودغه کړنه ددی ښکارندوي دي چې اروپا په ښه توګه سره دداهسی خونړی یرغل اوعملیاتوخطریې ترلاسه کړی دی » .

دسعودی عربستان چاپ دالوطن ورځپاڼۍ دپورتنی مطلب په خپره ولوسره ،په دی څیړنۍ سره تر دی سرلیک لاندی «افغانان وډوډی ته اړتیا لري نه وبمونوته » ولیکل : اروپا ډېر ښه دناټودځواکونودا وروستی یرغل اوعملیات یې چې دافغانستان دقندوز دولایت په یوه سیمه کښې ترسره سو، ددی وحشیانه يرغل اوهمدا شیان دنوروهمداسی عملیاتوخطریې ترلاسه کړی اوپوهیږی چې همدا ډول یرغل اوعملیات دتروریزم په وړاندی دمبارزی اودزیارپه چوکاټ کې نیسته او‎ځای نه لري ځکه چې دغه ډول کړنی وافغانانوته امن اوسوله دځانه سره نه لري .

دغه ورځپاڼۍ په دی اړه لیکلی دی : بیله کوم شک څخه دغه وروستی یرغل دیوی ریښه یې بدلون په رامنځته کولوسره دنړیوالوځواکونو په استراتیژی کې ،دطالبانو په وړاندی په مبارزه کې دی .

دهمدی کبله دبی ګناه انسانانواوغیر وسلوالو خلکو دوژلوادامه ورکول دافغانستان د دولت اودلویدیزوهیوادونو داړیکودخړپړتیا سبب ګرځیدلی دی . دقندوز پرولایت باندی یرغل په یونامناسب وخت کې ترسره سو ځکه چې لویدیز دخپلو ځواکونودعملیاتواویرغلونودبریاو دپوره کیدوپه خاطر دافغانانو نه د ملاتړدراجلبولوپه حال کې په دی هیواد کې دی . نودغه ډول یرغلونه اوپوځی عملیات دافغانستان دخلکو دنارضایتی اصلی علت دبهرنی ځواکونه دشته ‍ والی په هکله په دی هیواد کې دی .

دالوطن ورځپاڼۍ ددی مطلب په ادامه سره لیکی : دملګروملتونودیوشمیر ارقاموپربنسټ ، کابو دوه پر دری برخه ولسی او غیروسلوال خلک دکابل د دولت دپلوی ځواکونوپه وسیله په جګړو او اخ اوډب کې وژل سوي دي اوډېره برخه ددغو وژل سویو خلکوڅخه په هوایی یرغلونوکې دمنځه تللي دي .

دناټوپه پراخویرغلونواو عملیاتوسره په افغانستان کې دولسی اوغیر وسلوالوخلکود وژنو زیاتوالی دننه په افغانستان کې دخلکو یوډول نارضایتی، دبهرنی ځواکونوپه وړاندی دطالبانوسره د پلوی کیدواوملګری سبب ګرځیدلی دی . وروستی بدلونونه وښودل چې په افغانستان کې پرپوځی استراتیژی باندی په مطلق تکیه کولوسره په دی هیواد کې هیڅکله هم امن اوسوله نه سی رامنځته کیدی اوهیڅکله به هم دا ډول کړنی دناټو وغړیوهیوادونوته مرسته ونه کړی چې په افغانستان کې دامنیت اوسولی په رامنځته کولو اوتامینولوکې دی بریاوي ترلا سه کړی اوبریالی دي سي .

دغه ورځپاڼۍ ددی مطلب په پای کې یې ولیکل : افغانان دخپل ژوندکولواوژوندی پاته کیدلودپاره وډوډی ته اړتیا لري ،نه وډول ،ډول بمونوته .

په تیروخت کې که هرڅونی بمونه چې ددی ملت پرسر وه اوره ول سول نوریې بس دی . دغه ولس « افغانان » اوسمهال وزده کړی ،روغتیا،دمفاسدواولوږی پرضدمبارزه ،پرمختګ اوپراختیا ته اړتیا لري چې هیڅکله یې ددغوکړنوبڼه او رنګ یې نه دی لیدلی ، ولسی او غیروسلوال افغانان نښانه نیول اوتریرغل لاندی راوستل اوهمدارنګه په دی هیوادکې دبیاروغاونی دکړنلاری د پڅ بهیرترسره کول اوددی بهیرکرار،کرار تګ اوخوزښت ،طالبان اونورمخالف وسلوال ډلی به ودی ته وداره سي ترڅودافغانانودناهیلیودکبله په پانګه اچونی سره ولسونه اوخلک دبنسټپالی ولورته راکش کړی .

اخیځلیک : دقطره نیوز څخه – دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه