کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د افغانستان د روانو انتخاباتو په اړه د بهرنیو هیوادونو د دریځ په اړه تبصرې کړې او پدې ترڅ کې امنیت ته هم کتنه کړې.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند دا ورځپاڼې ولستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د استرلیا د صدراعظم په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پوځي حضور د دوام ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په دوام کې د کوین راډ په حواله لیکلي دي، چې افغانستان باید بیا د ترورزم په مرکز بدل نشي.

په ورځپاڼه کې د انتخاباتو د نتایجو اعلان او پدې اړه رامنځ ته شويو ستونزو په اشارې لیکل شویدي، چې واشنګټن په افغانستان کې د یو ائیتلافي حکومت د جوړولو په هڅه کې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بګرام په زندان کې د بندیانو روان حالت څیړلې، چې د ورځپاڼې په ناوړه خورا ناوړه دې او لیکلي ديو چې ایا پدې زندان کې د شتو بندیانو برخه لیک به بدلون ومومي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بلخ له والي سره د برتانیې د سفیر په لیدلو تبصره کړې او پوښتلي دي، چې ایا پر والیانو ګرځیدل هم د سفیرانو په ډیپلوماټیک ماموریت کې راځي.

ورځپاڼې په دوام کې له افغان دولت نه غوښتي دي، چې د ډیپلوماټیکو لارو دې دا سفیران پخپل ځاې کینوي او او دا د یو بل په غوږ کې يې پسیدو ته د پاې ټکې کیږدي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ امنیتي غونډې د جوړیدو خبر هم ورکړې او لیکلي دي، چې پدې غونډه کې په هیواد کې د نا امنیو وروستۍ پیښې وڅیړل شوی.

په ورځپاڼو کې د شویو انتخاباتو په اړه د یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو دریځ ته هم کتنه شوې او پوښتلي دي، چې دا کړۍ ولې پر انتخاباتو د ولس باور زیانمنوي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په افغانستان کې د واک د تقسیم لپاره د امریکا روانو هڅو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې پدې اړه پر افغان ولسمشر د واشنګټن فشارونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په پاکستان کې د وسلوالو فعالیتونه څیړلي او د پاکستان د مشرانو جرګې د یو غړي په حواله يې لیکلي ، چې په وزیرستان کې پنځه زره ازبک وسلوال اوسیږي.

ورځپاڼې لیکلي ، چې دغه ازبکان د اسلام اباد له هوايي ډګره وزیرستان ته تللي خو آې ایس آې پرې سترګې پټوي او دوی نه یوازې له پاکستاني پوځ سره جنګیږي بلکه افغانستان ته هم د ورنکارو فعالیتونو لپاره تګ راتګ کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د خبرو مسئله راخستې او پدې ترڅ کې يې د حامد کرزي د راتلونکي حکومت دریځ ته کتنه کړې.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د ځینو لویدیځو هیوادونو او په تیره بیا د برتانیې او په هیواد کې دننه د ځینو کړیو دې دریځ ته په اشارې، چې د افغانستان انتخابات ازاده او عادلانه نه وو لیکلي دي، چې اوس مهال افغانان ملي وفاق ته اړتیا لري.

خو اصلاح بیا په هیواد کې د دیموکراسۍ ودې ته په اشارې لیکلي دي، چې افغانان د دیموکراسۍ ودې ته ژمن او له فساد سره مخالف دي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي مسئله راخستې او په تیرو څو کلونو کې د وژل شویو خبریالانو د انځورونو د خپرولو ترڅنګ لیکلي دي، چې د خبریالانو وژنه نور د زغم وړ نده.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې دا د افغان دولت مسؤلیت دې، چې ددوی وژونکې وپیژنې او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

په ورځپاڼه کې د بلخ د والي او د برتانیې د سفیر ترمنځ د بندو دروازو تر شا د لیدنې خبر هم ورکړل شوې او هغه يې د ائیتلافي حکومت د جوړولو لپاره د روانو هڅو یوه برخه بللې.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د بګرام د زندان روان حالت څیړلې او پدې ترڅ کې دا خبر ورکړې، چې د بګرام بندیانو ته له ځان نه ددفاع کولو حق ورکولې کیږي.