ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | سپتمبر 19th, 2009


په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د نننیو ګڼو د بحث اساسي موضوع بیا هم انتخابات د هغو په اړه د بیلابیلو کړیو دریځونه جوړوي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې د خبلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د افغانستان جنګزیاته حوصله او اراده غواړي.

ورځپاڼې په دوام کې د جنرال ډیویډ پترانوس د وینا دا ټکې هم راخستې ، چې طالبان یوازې سرحدي سیمو او هغو سیمو ته لاس رسې لري، چې دولتي ځواکونه پکې کم دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د برتانیې د لوې درستیز په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالې مخ پر زیاتیدو دې او پر وړاندې يې باید چټک او هوډمن ګامونه واخستلې شي.

په ورځپاڼه کې د انتخاباتو پر سر د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د هغه د مرستیال ترمنځ د اختلافاتو په اړه وروستیو راپورونو ته په اشارې لیکل شوي، چې ملګري ملتونه باید د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونکړي.

هیواد:

دې د دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کمکي اختر په رارسیدو تبصره کړې او لیکلي ، چې افغانان دا ځلې د کمکي اختر لپاره پداسې حال کې تیارۍ نیسي، چې د انتخاباتو وروستي نتایج ندي اعلان شوي.

ورځپاڼې وړاندې دا غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره وروستۍ غوثې پایلې اعلان شي څو له یوې خوا د بهرنیانو توطعې پاې ته ورسیږي او له بل لوري د خلکو خوشحالۍ هم غبرګې شي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه په سیمه ایز کچه پورته شوي غبرګونونه هم راخستي او لیکلي دي، چې روسیې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان هر کلې وکړ.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کابل په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې د اټالوي ځواکونو د مرګ ژوبلې په تعقیب له افغانستان څخه د اټالوي ځواکونو د ویستلو په اړه پورته شویو بحثونو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي، چې اټالوي چارواکي پدې اړه ضد او نقیض خبرې کوي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم له افغانستان نه د اټالوي ځواکونو د ویستلو په اړه پورته شویو بحثونو ته کتنه کړې او ددغه هیواد د صدراعظم په حواله يې لیکلي ديو چې له افغانستان نه ددوی د ځواکونو وتل به ښه وي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، که څه هم ښاغلي برسلکوني د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره کومه ځانګړې نیټه نده اعلان کړې خو ویل کیږي، چې په افغانستان کې میشت اټالوي خواکونه به دا ځلې د کرمس اختر پخپل هیواد کې ولمانځي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اړه د سیمې او په تیره بیا د ایران دریځ څیړلې او لیکلي دي، سره له دې، چې د افغانستان انتخابات له درغلیو ډک وو خو دغه هیوادونه يې بریالي بولي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه د ځینو اروپايې هیوادونو دریځونه څیړلي او لیکلي دي، چې دا دریځونه تر ډیره غرض الوده، سیاسي او یو اړخیزه وو.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د ملګر و ملتونو له ځانګړي استازي نه غوښتي دي، چې په انتخاباتو کې د افغانانو د ارادې ملاتړ دې وکړي او پرې نږدي، چې د ځینو مغرضو کړیو توطعې بریالۍ شي.

Copyright Larawbar 2007-2024