دشهیدانو د کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرستې وشوې

د لراوبر اداره | اکتوبر 15th, 2009


پرون د تلې په ۲۲ مه د افغان عامه ساتنې پولسيو دشهیدانو د کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرستې وشوې .

دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي د عامه ساتنې دشهیدانو کورنۍ او ټپیانو سره نغدي پیسو او جامو مرستې وکړې، والي دشهیدانو کورنیو اوټپیانو ته په خپله وینا کې وویل تاسو د سیمې دامنیت په تامین او دټول ګتو پروژو او لویو لارو په ساتلو کې شهیدان او یاهم ټپیان شوې یاست، تاسو دهغه چا څخه دخدای په وړاندې سل ځله غوره یاست چې ستاسو پل پلچک اولوې لارې ورانوي، دوۍ یوازې دهېواد د دښمنانو په اشاره خپل کور ورانوي، او تاسو دخپل کور ساتنه او محافظت کوﺉ، نو په دغه لار کې مړینه مو شهادت او ټپي کیدل مو دالله ج پروړاندې ثوابونه او درجې لري.

وروسته دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي له لورینې پراساس نن دولایت په مرکز کې ددغې ۷ تنو شهیدانو هرې کورنۍ سره د یو یو لک افغانۍ،یوجوړ جامې او ټپیانو سره د (۲۰۰۰۰) شل شل زره افغانۍ او یوجوړجامو مرستې وشوې، همدارنګه دامنیي قوماندانۍ یوتن دپوستې قوماندان خالد ته چې وړمه ورځ یې دوسلوالو مخالفینو له منګولو څخه موټر ژوغورلي وو یوجوړ جامې او پنځو زرو افغانیو انعام هم ورکړل شوو.

دعامه ساتنې پروګرام چې په میدان وردګ ولایت کې شپږ میاشتې وړاندې پيل شوې وو تراوسه ددغه پروګرام له لارې (۵۳۰) تنو پولیسي زده کړې ترلاسه کړي او په خپله سیمه کې یې دامنیت په تامین کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې ترسره کوي، خو دهېواد د ښمنانو لخوا څه موده وړاندې دسړک دغاړې بم له امله ددغې پولیسو ۷ اوو تنه شیهدان او درې تنه ټپیان شول

Copyright Larawbar 2007-2024