طالبېزم د پښتون وژنې يو بهير ؟

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2009


طالبه الله دې سړى كړه كه نه سړى كېږي الله دې تباه او برباد كړه !

د جهاد په نوم مو ټول پښتانه تباه او برباد كړل، د جهاد له نوم څخه سو استفاده كوئ كه نه نور خو ټوله ورځ په غلو او لوټماريو بوخت ياست. كوم كار مو د كولو وړ دى، د ښوونځيو ړنګول، بندول او د پښتنو راتلونكى نسل بې سواده او بې زده كړو پرېښودل، په پښتني سيمو كې د بيارغونې د پروژو بندول، د جاسوس په نوم د انجينرانو، ډاكټرانو او ژورنالېستانو وژل، په لنډه توګه د پښتنو په يو مخ تباه كول. كه زه دروغ وايم نو ولې په دې اتو كلونو كې د هغې ډلې چې ويل به يې په طالبانو لوى لوى بمونه واچوئ په دې وړو چاره نه كېږي او هغه كسان چې په ليلې دښته او جنګي كلا كې يې په زرګونو طالبان ووژل، د دوى يوازې پوزه هم وينې نه شوه په داسې حال كې چې په دې اتو كلونو كې زرګونو پښتانه چې تل د طالبانو پلوي او د دوى په غم غمجن وو ووژل شول. څوك د طالبانو په واسطه او څوك هم په داسې توګه ووژل شول چې د مړينې لامل يې طالبان و. طالبان دومره بې غيرته او بې شرافته دي، چې په دې اتو كلونو كې مو يوه ورځ هم وانه ورېدل چې دوى ويلي وي، چې موږ د ليلې دښتې غچ واخيست، دوى يوازې دې ته تيار دي چې د مرستې غنم چور كړي، په خپلو تش په نوم مجاهدينو يې ووېشي او بس. نور د دې توان نه لري چې مخامخ د يهودانو له ټانګونو سره وجنګېږي. دوى يوازې د خپل پښتون وژلو ته تيار دي او بس هغه الله مو تباه او برباد كړه چې په خپل سپېڅلي كتاب قران عظيم الشان كې يې ويلي چې ((ما اوسپنه پيداكړې ترڅو تاسې ګټه ترې واخلي)) خو دوى د جاهل زامن وايي چې ټول انجينران ووژنى، ځكه چې د دوى لپاره خو هسې هم انګرېزان او چينايان له اوسپنې ګټه اخلي او بيا يې پر دوى پلوري د دوى په نظر خو مسلمان حق نه لري چې زده كړه او د لوى څښتن (ج) له پيداوارو څخه ګټه واخلي. دوى ته خو خپل پنجابي باداران وايي ورشه قير سړك مه پرېږده ځكه چې بيا پرې د انګرېزانو ټانګونه ځي، خو دوى داسې نه وايي چې د انګريزانو ټانګونه خو په مياشت كې يوه ورځ او يا تر دې ډېر پرې ولاړ شي خو د سيمې مسلمانان خو شپه ورځ ګټه ورڅخه اخلي.

كه چېرې ته د خړو ټانګونو ضد يې او په هېواد كې يې نه شې زغملى زه يې تر تا ډېر ضد يم او تر تا ډېر په دې اړه فكر كوم چې څه ډول به له دې دښمن څخه خلاصون مومو، خو ګرانه دا خړ ټانګونه په دې نه شې وركولاى چې خپل ټول د علم خاوندان مړه كړه، له هر چا پوښتنه وكړه چې چېرته كار كوې او دنده دې څه ده.

زه اوس په دې پوره باوري يم چې طالبېزم د پښتون وژنې يو بهير دى. كه ته چېرې دا نه منې، نو ګرانه ولې د غزني په جاغوريو كې ۳۶ ليسې چې نيمايي يې له پنځه لس كلنو پورته پېغلو څخه ډكې دي. له داسې پېغلو چې د مړي هم زړه ورته كېږي. خو د جاغوريو په څنګ كې د اندړو او قره باغ په ولسوالۍ كې اسلامي حكومت غواړې حتى د هلكانو ليسې دې هم بندې كړې دي، كه په هېواد كې اسلام غواړې نو جاغوري او نورې د هزاره ګانو او تاجكانو سيمې هم د هېواد برخې دي، آيا ستا په نظر اسلام يوازې د پښتون لپاره، مرګ يوازې د پښتون لپاره، زخمي كېدل او تښتول كېدل يوازې د پښتون لپاره لنډه دا چې هره تباهي او ويجاړي يوازې د پښتون لپاره غواړې او بس.

نور به څه ووايم، هغه څښتن دې هدايت درته وكړي چې ځمكه او آسمان يې پيداكړي دي او خپل هر پيداكوونكي ته ښه روزي وركوونكى دى. او كه چېرې نه انسان كېږي بيا دې الله داسې تباه كړه، لكه څنګه چې دې نن ورځ پښتون ولس تباه او برباد كړى، لكه څنګه دې چې نن ورځ هغه قلم تباه كړى چې خداى په قران كې د هغه ستاينه كړې (والقلم وما يسطرون)، الله دې داسې تباه كړه لكه څنګه دې چې نن ورځ په ټوله نړۍ كې اسلام بدنام كړى او تباه كړى.

الله دې نور ستا له شره ټوله د قلم خاوندان وژغوري، ته نن ورځ د قلم خاوندانو او روڼ اندو ته په يوه ناسور زخم بدل شوى يې. نن ورځ ستا د جهالت له لاسه له كليو او بانډو څخه د قلم او علم خاوندان خپل كور وباسي او د ښارونو په لور تښتي، ځكه پوهېږي چې په سيمه كې جهالت خپور شوى دى. نو طالبه الله دې سړى كړه كه نه سړى كېږي الله دې تباه او برباد كړه.

Copyright Larawbar 2007-2024