ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | سپتمبر 27th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو بيا هم خپل ډيري مطالب انتخاباتو او روانو امينتي حالاتو ته ځانګړې كړي.

په كابل كې زمونږ همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يي رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د هغې ويډيويي فلم خپريدو ته ځانګړې كړې، چې پكې پوليس طالبانو ته د وسلو د ويشلو په حال كې ښودل كيږي.

ورځپاڼې په دوام كې د پوليسو لخوا طالبانو ته د وسلو ويش د روانو لوبو يوه نوې كړۍ بللې.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د پاكستان په كويټه كې د طالبانو د شورا فعاليت ته په اشارې د امريكا د استخباراتې مامورينو په حواله ليكلي، چې آې ايس آې د راتلونكې لپاره په طالبانو پانګونه كوي.

په ورځپاڼه كې افغانستان ته د نورو امريكايي سرتيرو د استولو په موضوع هم بحث شوې او ليكل شوي، چې د امريكا پوځ له نوې طرحې له مخې په پام كې لري، چې په افغانستان كې د خپلو ځواكونو شمير له ديرشو زرو نه تر څلويښتو زرو پورې زيات كړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د مشكوكو رايو د بيا شميرلو پريكړې ته په اشارې ليكلي، چې هيڅ څوك د خلكو د رايو د بطلان حق نلري.

ورځپانې د خپلې تبصرې په دوام ليكلي، چې افغانانو د سر په بيه په انتخاباتو كې ګډون كړې او دا نشي زغملې، چې څوك يي په رايو ملنډې ووهي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې بيا د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله ليكلي، چې مشكوكې راى باطلې كيږي نه بلكه پلټل كيږي.

ورځپاڼې د همدې مخ په سر كې بيا په انتخاباتو كې د ولسمشر كرزي ملاتړ ته هم كتنه كړې او د ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يي ليكلي، چې حامد كرزى د خپلو سيالانو په پرتله ډير ځواكمن دې، چې بايد سترګې پرې پټې نشي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د امريكا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې راخستي او د بارك اوباما په حواله يي ليكلي، چې د افغانستان جګړې ستړي كړي.

ورځپاڼې په دوام كې دده په حواله ليكلي، چې پر افغان ستراتيژۍ يي هراړخيزه كتنه پيل كړې خو د افغانستان په اړه د پوښتنو ښه ځوابونه نه ترلاسه كيږي.

ويسا بيا له طالبانو سره د پوليسو د همكارۍ په اړه خپور شوې ويډيويي فلم يو تبليغاتي ډرامه بللې او د كورنيو چارو د وزارت په حواله يي ليكلي، چې دا به ډير احمقانه وي، چې دښمن دې د خپلو وسلو منابع په دا ډول افشا كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم د انتخاباتو په سر روانو لانجو ته كتنه كړې او هڅه يي كړې د هغو اهداف روښانه كړي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او بيلابيل مطالب يي پرې خپاره كړيدي.

انيس په يو مطلب كې دا خبردارې وركړې، چې د ولسمشر كرزي د ملاتړ پاې ته رسول به د افغانستان او نړيوالې ټولنې لپاره ښه نه وي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د انسان تښتوونكو په وړاندې د پوليسو روانې هڅې څيړلې او هغه يي تر ډيره بريالي بللي دي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د طالبانو او پوليسو ترمنځ د همكاريو په اړه خپرو شويو راپورونو ته په اشارې دا غوښتنه كړې، چې د پوليسو د ګمارلو په شرايطو بايد له سره نظر واچولې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د طالبانو د ظهور د كليزې په پلمه په تيرو ديارلسو كلونو كې د دې ډلې فعاليتونه څيړلي دي.

ورځپاڼې په عينې حال كې د القاعده فعاليتونه هم څيړلي او ليكلي، چې دا ډله د افغانستان په جنګ كې بلند پروازۍ كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024