یاهو نیوز خبر ورکړ چی په افغانستان کی د امریکایی پوځ لوی قوماندان جنرال مک کریسټل پرون اعلان وکړ چی په افغانستان کی حالات نور هم خراب سوي دي .
ده وویل چی عصری وسلې او ګوزاریزه تجهیزات دومره اغیزه نه لری بلکی پوځیان باید زیات کړل سی .
ده زیاته کړه چی موږ باید هڅه وکړو چی د افغانانو دا عامه ذهنیت بدل کړو چی په زیاتېدونکي ډول سره موږ اشغالګران بولی ، خو نور وضاحت یې ور نه کړ چی څنګه ؟
د ده د دې څرګندونی سره سم پنتاګون اعلان وکړ چی په فراه ولایت کی یو امریکایی مرین پوځی پرون د طالبانو په ډزو کی ووژل سو .