ډنمارکی عسکر وژل سوئ دئ
ډنمارکي پوځ پرون د افغانستان په جنوب کښي د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړ .
نوموړی سرتېری چي د ګزمې پر مهال ويشتل سوئ وو پرون د جمعې په ورځ ناوخته د ايتلاف په يو پوځي روغتون کښي دژورو ټپونو له امله مړ سو.
ډنمارک په افغانستان کښي اووه سوه سرتيري لري چي زيات يې د جنوب په ناارامه ولايت هلمند کښي د ايساف په مشرۍ پوځي عملياتو کښي برخه لري او تراوسه يې ۲۶ سرتيري له لاسه ورکړي دي .