غزل

د لراوبر اداره | اکتوبر 2nd, 2009


راشه چې زمونږه اختر بيا له سره ښكلى شي
دا پيكه پيكه مازديګر بيا له سره ښكلى شي

راشه چې دا غرونه درې ستا ټپو ته تږي دي
ستا په يا قربان لر او بر پيا له سره ښكلى شي

راشه خيالي ګره دخيال غوټې سره پرانيزو
رنګين به ماښامى كړو سحر بيا له سره ښكلى شي

راشه ميسترپل هر وخت دستا دراتلو لار څاري
وركړه ازانګې چې سپين غر بيا له سره ښكلى شي

راشه قافله دې انتظار كوي سالار غواړي
ستا په زمزمو به لښكر بيا له سره ښكلى شي

راشه اې فياضه چې فيض راشي محفلونو ته
لو ته ځو راځه چې اشر بيا له سره ښكلى شي

Copyright Larawbar 2007-2024