هغه په غارونو کې پټې شوې

د لراوبر اداره | اکتوبر 2nd, 2009


هغه دسپین غره په څنډوکې وسیدله ، ډیره شوخه وه ، دماشومانونه به یې نانځکې تښتولې چا چې به یې نوم واخیست جینکو به ویل چې هغه دګلابي ترورلور ځلا یادوی هغه جنګیرکه . ځلا به سهار وختې له خوبه پا څيده او خپلو پټیو ته به راوتله ، لومړی به یې دسپين غره نه راوتلي رود په غاړه مخ اولاس ووینځل اوبیا به په خپلو پټیوکې لګیا شوه ، ښه ډیر واښه به یې راټول کړل ، هغې په کورکې سوېې ساتلې وې لومړی به یې خپلو سویو ته واښه واچوال بیا به یې تورې بیزې ته واښه او اوبه ګډې کیښودې توره بیزه ورته دخپلې نیا نه پاتې وه ، خوکله ناکله به د امریکا یې چورلکو له غږڅخه ډیره وویریده اوپه ژړابه کورته راغله مورته به یې مخ کړې :
ــــ مورې داد کاپيرو تیری ما ویروي
ــــ نه لورې دغه طیارې تا ته څه نه وایې داخو هسې ګرځې ، داخوطالبان وژنې،
ــــ وي موري طالبان !! هغوی خومسلمانان دي ولې یې وژنې
ـــ هو لورې دا انګریزان دی دوی طالبان وژنې
ـــ یه مورې ! د هغه ګل محمد کاکا کوریې ولې بمباري که هلته خوطالبان نه وو هغه زما ملګرې ګل مینه خو طالبه نه وه هغه یې ولې مړه کړه مورې ؟
موریې سوړ اسویلی وکړ : لورې الله پاک د ې دمظلومانو ملګری شي او ظالمان دی خدای پاک ټول تبا ه اوبرباد کړي
ـــ مورې دا انګریزان چې خلک مړه کړي بیا جنت ته ځي ؟!
ــــ هولورې جنت ته ځي هلته باغونه دي ،شنې ونې ، میوې ، شنه چمونونه، یخ سیوري ،دشیدو او د شاتو ویالې
ــــ اوهه …… مورې! دومره ډیر ….. ښه مورې واښه به هم ډیر وي ؟
موریې وخند ل : لورې هلته هرڅه ډیردي
ــــ هلته خو به راته اجمل لالا نه په قاریږي چې بهر ته مه ووځه ؟
ـــ نه هلته قار ، ولږه ، غریبي نشته
ــــ وا وا زه خو مې دغه سويګانې هم له ځان سره وړم هر سهار به ورته واښه راوړم ، اوتوره بیزه به مې نیا ته بیرته ورکړم هغه ډیر………. واښه خورې دومره واښه ورته زه نه شم راوړی
ـــ ځلالورې ته داسې وکه چې اوس طیارې لاړې ورشه او هغه کړې واښه دې راوړه سویو ته به یې هم واچوي او توره بیزه به یې هم وخورې
ـــ ښه مورې دغه دې راوړم یې
ځلا له کوټې راووته او د کلا لوې دروازې ته روانه شوه چې په دې وخت کې اجمل کورته ساه نیولی راننوت او چیغه یې کړې چې مورې انګریزان راغله ځلابیرته کوټې ته د ورور سره ګډه منډه واخیسته چې د دروازې نه پرې دماشینګڼو ډزې وشوې ځلا چیغې کړې چې واه مورې !اجمل لالایې مړکه دوهمه ضربه دغږ پرځای ولګیده موریې د کوټې نه بهرته رامنډه کړې چې هغه دطیارې نه په نښه شوه ، دواړه پښې یې غوڅې وې په څښیدو څښیدو یې ځان ځلا ته ورسوه ځلا په تشې یوه مرمۍ خوړلې وه ، موریې په غیږه کې ټینګه ونیوله او ورته یې ویل :لورې مه ویریږه په تا باندې هيڅ نه کیږي اوس به دې ډاکترته ورسوو، ځلا چې سلګې یې وهلې خپلې مورته وویل :
مورې زما تشی یې وویشت وګوره !مورې وینې ترې بهیږي تا خو ویل چې دوی طالبان وژنې مورې زه خو طالبه نه یم اولالامې هم طالب نه دی ، مورې !هغه دې راغله …….. !هغه زما سويی خو به یې نه وي مړې کړي ؟
نه لورې !هغه خپلو غارونو کې پټې شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024