ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره د افغانستا په روانې وضعې او پدې اړه په نړيواله كچه په روانو بحثونو تبصرې كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې بيا هم په افغانستان كې د ناټو د عمومي قومندان دا ټينګار راخستې، چې د افغانستان په روان جنګ كې بريا او د طالبانو بشپړه نابودي يوازې په هغه صورت كې ممكن ده، چې دغه هيواد ته نور پوځيان واستلولې شي.

ورځپاڼې دا خبر هم وركړې، چې د امريكا جهمور رئيس اوباما له جنرال مك كريسټال سره ليدلي او تمه ده، چې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژۍ اعلان كړي.

ورځپاڼې د خپل همدې مخ په سركې ليكلي، چې د ازبك وسلوالو مشر طاهر يولداش د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بمبارۍ كې وژل شوې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې او د افغانستان د ابادۍ په نامه د جوړې شوې غونډې په پريكړه ليك تبصره كړې او هغه يى د هوسي سياستونو يو داسې بهير بللې، چې نه يى د اهتمام كوونكو د افغان ولس له برخه ليك سره كوم تړاو شته او نه ددې ولس د وير او ماتم ژورزالې درك كولې شي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سولې او ابادۍ په نامه په كانټيننټل كې په جوړې شوې غونډې تبصره كړې او په هغې كې وړاندې شوې طرحې ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا تاريخ تير شوې طرحه ده دا پوښتنه كړې، چې دا خو د هيواد د ويشلو هڅه نده.؟

ورځپاڼې د همدې غونډې په اړه د ملي شورا د ځينو غړو نظرونه هم راخستي دي او ليكلي، چې د افغانستان خلك له تجربو څخه ستړي شوي.

ورځپاڼې بيا هم پخپل يو څيړنيز مطلب كې پدې ټينګار كړې، ترهغو، چې د ترهګرو ځالې او د تمويل سرچينې يى وچې نشي سوله ناشونې ده.

اراده:

دې خپلواكې بيا د افغانستان د روان ماموريت پر سر د هالنډ په ائيتلافي حكومت كې رامنځ ته شويو اختلافاتو ته كتنه كړې او ليكلي، اوس بحثونه روان دي، چې له ۲۰۱۰ ميلادي كال وروسته، چې د هالنډې سرتيرو ماموريت پاې ته رسيږي دا ماموريت تمديد شي او كه نه؟

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې په لويديځو رسنيو كې د افغانستان په سر روان بحثونه څيړلي او ليكلي، چې د سالم حكومت پرته د اضافي سرتيرو استول هيڅ ګټه نلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان د شمالي ولايتونو روانې امنيتي ستونزې څيړلي او هڅه يى كړې، چې د هغې لاملونه وپلټي.

ورځپاڼې وړاندې ليكلي،كه چيرې چارواكې د شتو ستونزو په پام كې نيولو سره د حالاتو د كنټرول هڅه ونكړي نو ممكن شمال هم د جنوب په څير د نا امنيو په ډګر بدل شي.

اصلاح او انيس هم د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او بيلابيل مطالب يى پرې خپاره كړيدي.

انيس بيا هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د نتايجو په اعلان كې د ځنډ مساله راخستې او هغه عوامل يى څيړلي، چې د شتو ستونزو سبب ګرځيدلي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې دا غوښته كړې، چې د شتو ستونزو د زياتيدو د مخنيوي لپاره بايد د انتخاباتو نتايج ژر تر ژره اعلان شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د طاهر يولداش په وژنې تبصره كړې، چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په بمبارۍ كې وژل شوې او د نوموړي مرګ يى د افراطيانو لپاره يوه ستره ضايع بللې.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغان ملي اردو وړتياو ته كتنه كړې او ليكلي،چې له ملي اردو نه توقعات د هغې له وړتياو نه ډير لوړ دي.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په كابل ښار كې د بيو لوړوالې انځور كړې او په روان حالت كې يى د اقتصادي مافيا لاس ښكيل بللې.

Copyright Larawbar 2007-2024