د روغتيا وزير : طالبان دي هم له عامه روغتيايي مرکزونو کار واخلي

د لراوبر اداره | اکتوبر 7th, 2009


د عامي روغتيا وزير نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي اعلان وکړ چي د افغانستان ددولت مخالف وسلوال طالبان لکه د نورو عامو افغانانو غوندي کولای سي د اړتيا پر مهال له هر يوه روغتيايي مرکز څخه د روغتيايي اسانتياو ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي ،نوموړي داخبري په داسي حال کي وکړي چي په راتلونکو ورځو کي په ټول افغانستان کي شاوخوا ۷ مليونه تر پنځو کلونو کښته عمر لرونکي ماشومانو لپاره د ګوزنګ يا پوليو ضد واکسين کمپاين شروع کيدونکی دی .

نوموړي وويل : زه د روغتيا د مسول په توګه اعلان کوم چي هر طالب د روغتيايي خدمتونو له مرکزونو څخه استفاده کولای سي په دې شرط چي له وسلو سره روغتيايي مرکزونو ته داخل نه سي .

د عامي روغتيا وزير دا خبري په داسي حال کي وکړې چي د ناټو او ايتلاف ځواکونه په پرله پسې ډول د څوتنو طالبانو د له منځه وړلو لپاره په لسګونو او سلګونو عام وګړي بمباري کوي ، دا چي دولت به ريشتيا هم د خپلو مخالفينو زخميانو ته په دولتي روغتونونو کي اجازه ورکول د ښه نيت له مخه کوي او که به په دې توګه د خپلو مخالفينو نيول اسانه کوي د وخت په تيريدو به روښانه سي .د يادوني وړ ده  چي طالبانو تر اوسه ددولت ددې وړانديز په اړه غبرګون نه دی ښوولی .

Copyright Larawbar 2007-2024