خوست:د نوو ښوونکو داستخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 7th, 2009


د نوو ښوونکو داستخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه


د خوست ولایت: د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د چهار شنبي په ورځ دروان کال دتلى  دمياشتی په ۱۵ نيټه د خوست ولايت دپوهنی دریاست په تالارکی 50 تنو ددولسمو ټولګيو فارغانو دنوموړی ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.


ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دخوست ولایت په مرکز او اړونده ولسواليو په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی.


د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت د روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.  

Copyright Larawbar 2007-2024