کور / تازه خبرونه / وردګ : هوايي بمبار عامو خلګو ته مرګژوبله اړولې ده

وردګ : هوايي بمبار عامو خلګو ته مرګژوبله اړولې ده

د وردگو ولایت دسیدابادولسوالی دملی خیلو په کلی کی تیره شپه امریکایی ځواکونو بمبارۍ کړي دي .

عینی شاهدان وایی چی په سیمه کی د امریکایانو لخوا سخته بمباری شوې ده او ډیر کورونه او باغونه یی له منځه وړي دي .

خو د والي ویاند شاهدالله شاهد وایی چی تیره شپه دبهرنیانولخواعملیات شوی او بنځه نفره یی وژلی او سل نور یی وژلي دي .

شاهد وایی چی بهرنیو ځواکونو ورته ویلی چی داهغه کسان وو چی د سړک پرغاره یی ماینونه خښول خوعام وګړی او کلیوال وایی چی ټول کلیوال خلک یی وژلي او ځيني کورونه یی تالاښي کړي هم دي چي درې کلاشینکوفونه یی هم امریکایانو له ځان سره وړی دي .

دا په روانه اونۍ کی څوومه پېښه ده چی په وردگو ولایت کښي رامنځ ته کيږي .

درې ورځي وړاندي د همدی امریکایانو لخوا دسیداباد ولسوالی دلیسی مدیر سلیمان او چک ولسوالی دمعارف دمدیریت غری چی دهغه دکاکازوی کیزی سره دهغه ددریو زامنو اودوه نورو دکاکازامنو امریکایانو له زان سره زوندی بیولی دی

دیادولو ورده چی دغه کسان دشبی به خوازه خوب بیده وه چی دامریکایانو لخوا یی لمری دکورنو درواری الوزول شوی اوبیا یی بربامونو ورختلی او لاس ترلی یی بیولی دی

ددی پیښي یوه ورځ وروسته دسیمی خلګ ولایت ته دهمدې پیښي د غبرګون په خاطر راغلي وو ترڅو والي ته ووایی چی دغه کسان ملکی کسان وه, که امریکایان ملکی کسان وژنی نو بیا به دوی مجبور وی چی یابه مهاجرت کوی اویابه دمخالفینو سره همکاري .