ګيله مني سترګي ( شعري ټولګه ) چاپ سوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 7th, 2009


 

ګيله مني سترګي د هغه شعري ټولګي نوم دى چي هلمند ميشت تکړه شاعر دلاور پر ديس ورته د خپل زړه ويني ورکړي .

دا کتاب چي په هلمند کي د علامه محمود طرزي علمي او کلتوري ټولني د لومړيو لاس ته راوړنو څخه ګڼل کيږي په پيښور کي د دانش خپروندويه ټولني لخوا په ښه صحافت او کيفيت چاپ سوى دى

ګيله مني سترګي کتاب په ١٣٢ مخونو کي ١٠٠ شعرونو ته ځاى ورکړى چي پکي غزلي او نظمونه شامل دي

ددې کتاب کمپوز احمدشاه پاڅون کړى ،دکتاب او پښتۍ ډيزان صالح محمد صالح کړي دي

دا ښآغلي دلاور پرديس لومړى شعري ټولګه ده بايد يادونه وسي چي اوس مهال د نوموړي يو د طنز يه شعرونو او بل هم د طنزيه مصريزو کتابونه د چاپ لار څاري

 

Copyright Larawbar 2007-2024