رحمان ملك : پاكستان ته وسلې له افغانستان نه راځي

16 | اکتوبر 11th, 2009


دپاكستان دكورنيو چارو وزير رحمان ملك تور ولگاوه چې پاكستان ته وسلي او مهمات له افغانستان نه راځي
نوموړي وايې په كستان كې دبريدونو پلانونه هم له هيواده دباندي چمتو كيږئ ، ملك وايې دراولپنډۍ په پروني بريد كې له استعمال شويو وسلو او بمونونه داسي ښكاري چې له افغانستان نه دي راغلي وي .

همداراز د اي اس اي پخوانې مشر حميد گل هم دراولپنډۍ دبريد تر شاه دهند داستخباراتي شبكي (راو) لاس وباله چې دافغانستان له خاوري څخه په پاكستان كې داوړ كړني تر سره كوي .

خوپرون بيا دافغانستان داملي امنيت مشر امرالله صالح دولسي جرگي په غونډه كې په افغانستان كې دوروستيو ناراميو تور دپاكستان په څارگري اداري واچاوه او ادعا يي وكړه چې دهند پر سفارت دشوي بريد تر شاه هم دبهرنيو شبكو لاس وو .

ويل كيږئ چې دراولپنډۍ پرونې بريد نن سهار پاى ته ورسيد او په ترځ كې يې اته تنه بريد گر او ۹ تنه پاكستاني فوځيان وژل شوي ، او پاكستاني چارواكو اعا كړي چې دبريدگرو مشر ډاكټر عثمان يې هم په زخمي حالت كې نيولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024