بغلان : نړيوال خوراکي سازمان د غوړيو مرسته وکړل

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2009


نړيوال خوراکی سازمان لخوا د بغلان ولایت دپوهنی ریاست سره د غوړيو مرسته وشوه .

بغلان: د نړيوال خوراکی سازمان لخوا دبغلان ولایت دتربیه معلم دمحصلینو لپاره 1427 كارتنه غوړى دبغلان ولایت دپوهنی ریاست سره مرسته وکره.

په هغه غونډه كى چى دبغلان ولايت دپوهنى په رياست كى جوړه شوى وه دپوهنى رئيس دنړيوال خوراكى سازمان څخه په مننى سره د پوهنى په برخه ديادشوى سازمان دلازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

ديادونی وړده چی یادشوی غوړى به دبغلان ولايت دپوهنی رياست دتربیه معلم او محصلینو ته 4-4 قطى ۴ كيلويي غوړى دمهال ويش سره سم دټاكل شوى هيئت په وړاندى توزيع شى.

Copyright Larawbar 2007-2024