پسله ۲ کالو د شپې ګرځ بنديز ليري کړه سو
د پښتونخوا په سوات او مينګوره کي پسله دوو کالو د شپې له خوا ګرځ بنديز تېره شپه ليري کړه سو ، تيره شپه په لومړي ځل دکاندارانو او غريبکارو پسله يو کال څخه تر ماښام وروسته د شپې ناوخته پوري خپل دکانونه او خوړنځايونه خلاص پرې ايښي وو ، د سړک په غاړه مېوه او سابه خرڅوونکي هم په لومړي ځل د پخوا غوندي د خپلو هغو پيرودونکو په تمه وو چي کور ته د تګ په وخت يې له دوی څخه د اړتيا وړ توکي اخستل .
په سوات ، مينګوره او شاوخوا سيمو کي يې دوه کاله پخوا هغه وخت ګرځ بنديز يا د اردو په اصطلاح ( قلفي ) ولګېده کله چي پوځ په سيمه کي د طالبانو پر ضد په جګړه او پوځي عملياتو پيل وکړ ، نوموړی ګرځ بنديز په لومړيو کي هره ورځ تر ۲۰ ساعتونو زيات و خو په تدريجي ډول راکم سو چي له تېري شپې راوروسته يو مخ پای ته ورسيدی .
د سيمي خلک د پاکستان پوځ لخوا دګرځ بنديز په پای ته رسيدو خوشاله دي ، د مينګوري يوه تن اوسيدونکي لراوبر ته وويل چي ګرځ بنديز د سيمي ټول خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي وو ، تر داسي حاله چي د ګرځ بنديز پر مهال به زياتره وخت ناروغ ته روغتون ته د تګ اجازه نه ورکول کيده . د پښتونخوا په نوم يوه خوړنځای چلوونکي لراوبر ته وويل چي ددوی د غريبۍ زياتره برخه د ماځيګر وروسته پيل کېږي خو د ګرځ بنديز پر وخت دوی خپله خواري غريبي نسوای کولای ځکه چي دتيرو ۲ کلونو راوروسته د ماښام لخوا پرتګ راتګ بنديز لګېدلی و ، نوموړي وويل چي نن يو ځل بيا مينګوره د پخوا غوندي ښکاري او تر ماښام وروسته هم پر سړکونو خلک تګ راتګ کولای سي .