د پنجابي پوځ ظلم پر پښتنو

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2009


Alia Akabar Rawi  عاليه اکبر راوي
يوه  اوونۍ دمخه يوه لس دقيقيي ويديو فلم د لومړي ځل لپاره د بي بي سي ويب پانې له لارې خپور شو چې بي له شکه د پاکستان د تورمخ استنخباراتي ټولنه (آي اس آي) او د پنجابي کرغيړن پوځ تور مخ يو ځل بيا بر بنډ کړ.دغه ويديو يي فلم ښيي چې څنګه پنجابي پوځ په ډيره بي رحمي او وحشيانه توګه پښتانه بنديانو ته چې د طالبانو سره  د تړاو در لودلو په تور نيولې دي وپه متروکه (کيبل) او عسکري بوټونو وهل ورکوي. هر بني آدم چې دا درد ونکې ، ربړونکې د شکنجې پيښې ليدلې وي د ژوند تر پايه پورې هير به نکړي. د فلزي متروکه اودعسکري بوټونو سره د لغته وهلو صحنو ليدونکوته دومره دردونکي او اوښکې بهاونکې دي چې ليدو نکو د هغه درد او رنځ احساسوي اوپه پاکستان کې د پښتنو د اسارت او ‌ذلالت ژوند د پاره ژاړي. دا کرغيړن پنجابيان کټ مت د مغل په څير د اسلام تر نامه په پښتنو او بلوڅو حکومت کوي.



په 1948کال انګريزان د افغانستان او هندوستان له خاورو نه يو لويي برخې جلا کړله او د پاکستان په نامه يوه هيواد منځ ته راوړله. د پاکستان په جوړيدو کې سره بيره بريتانيا د هند لومړي وزير  جواهر لعل نهرو هم ګرم بلل کيږي. د هند د آزادي په درشل کې قرار دا ؤ چې مهاتما ګاندي دهند ملي لارښو وي او محمد علي جناح هندوستان د صدراعظم په توګه وټاکل شي. خو د نهرو او علي جناح رقابتونه سبب شو علي جناح د انګريزانو وړانديز ومني او پاکستان منځ راشي. علي جناح د يوه تش په نامه ټول پوښتنې (رفرندم) په اساس لر افغانستان ( صوبه سر حد او بلوچستان) د پاکستان د خاورې برخه وګرځوي او د لر پښتونخوا د بڼو د جرګې د آزادې پريکړه ليک او د فخر افغان خان عبدالغفار خان د خپلواکې هلې خلې شند کړي. له بل پلوه د که څه هم په بر پښتونخوا(افغانستان) هم لويه جرګه جوړه شوه خو له بده مرغه دا لويه جرګه پريکړه وکړه چې افغان دولت د د يورند  کرغيړن کرښه د افغانستان او پاکستان د جيو پوليتيک سرحد په ټوګه په رسميت نه پيژني بې له دې چې په پاکستان باندې ارضي ادعا وکړي يانې د  پيښور،  چترال ، وزيرستان او بلوچستان سيمې چې د ګندمک ، او ديورند د تړونو په اساس د افغانستان له خاورې سره بيلې شوې وې د افغانستان سره بيرته ونښلوي. د ٍثور تر کودتا پورې افغان دولت هم دا سياسي  دريځ (پاليسي) تکراروله چې موږ د پښتنو او بلوڅو ورونو حقه حقوق غواړو او د ثور کرغيړن کودتا وروسته د دا پښتونستان زموږ نارې پاې ته ورسيد او د آيشيا په سويل لويديځ کې د سياست په ډګر کې نوښت( ابتکار) د پنجابيانو په لاس کې ولويد.


 د افغان جهاد په دوران کې په بر او لر پښتونخوا کې پنجابيان د په تيوريکه توګه د افغان نشنليزم په ځپلو لارس پورې کړې. د (آي اس آي) تور مخ ټولنه د بر او لر پښتنو په منځ کې د سياسي اسلام په ترويجولو او تلقينولو باندې لاس پورې کړې او دافغان جهاد د مشري ښيرازه په لاس واخست او د لرو پښتنو د مجبوريتنو څخه اعظمي ګټه واخست. د بلې خو د جمهور ريس ريګان د سياسي سلا کار( برژنسکي) د تيوري په اساس چې يواحې بڼست پاله اسلام(سخت دريځه اسلاميستان) کولاي شي چې د کمونيږم (شوروي اتحاد ) د يرغل په وړاندې ودريږي. د همدې تيوري د بلې کولو سره سم په لر پښتونخوا کې د افغان مجاهدينو او ځايي پښتنو په منځ کې سياسي اسلام ترويج شو او يه سل هاو دينې مدرسې جوړې شوې چې د سياسي اسلام تر څنګ  پوخې مهارتونه هم پکې تدريس کيدله او له بل پلوه دعربي هيواو نو څخه داواطلب مجاهدين هم د جهاد په ليکو کې ګډ شول که له يوې اړخه په پاي کې شوروي ړنګ شو خو له بل پلوه د سياسي اسلام د ( آي آس آي) په لاس کې ولويد او د افراطي عربو سره ګډ شول او د نني تروريزم بڼست کيښودل شو.


پنجابي واکداران تل ّهڅه کړي او کوي چې په بر پښتونخوا(افغانستان) کې پښتون پلوه ملت پال(نشنليست) حکومت منځ ته رانشي او سنتي اسلام ځاي سياسي سلام ونيسي تر څو چې د لرو برو پښتنو د ملي پيوستون د شعار مخ ډب شي.


د سپتمبر د يولسمې خونړي پيښې پنجابي واکداران د امريکې پيسې د هند سره په دښمنې خرڅې کړي او د لر او پښتونخوا طالبان يې وهڅول چې په افغانستان کې د امريکې او ناتو ړ پوځونو سره وجنګوي. د (آي اس آي) کرغيړن ټولنه د القاعدې بڼست ايښودونکې دي ترچې لراو بر پښتونخوا د جګړې ډګر وګرځوي او په د کار کې بريالي هم شو.


د القاعدې تروريستي ټولنه چې د عرابو د ګټې په خاطر افغانستان خاوره د جګړو ډګر ګرځولې دي. کله چې د القاعدې ډله د اندازې څخه ؤير وده وکړه او په لر پښتنونخوا کې پوځي اډې جورې کړې القاعده او آي اس آي ترمنځ ټکر منځ ته راغله او لر پښتونخوا هم د جګړو په ډګر بدله شوه . له بده مرغه نن په لر او بر پښتونخوا کې له يوه پلوه امريکا او القاعده سره جنګ کوي، دبل پلوه ايران او امريکا د افغانستان په خاوره کې سره جنګيږي، هند او پاکستان هم د افغانستان په خاوره سره جنګيږي او په لر او بر پښتونخوا کې ټولې استخباراتي فعالې دي او افغان طالبان خپلې خاورې د نړيوالې جګړې ميدان ګرځولې دي.


له هغه ځايه چې موږ په دې باور يو لر او بر يو افغان دي او لر او بر پښتنو يو ملت دي او يوه سياسي او ټولنيز برخليک او ځغل ليک لري[ د خيبر لاره خو د تلو راتلو لاره ده – افغان يو دي په کابل او پيښور کې] نو له هم دې کبله ده چې يو دبل سره په غن او ښادي کئ سره شريک يو او کله چې يوه پښتون د يوه پنجاي بي په لاس شکنجه کيږي دهغه درد ټول وجود احساسو. زه په دې باور يم تر څو  چې د پنجابيانو لاس په لر او پښتونخوا کې غوڅ نشي په سمه کې سوله نه راځي او په کار ده ده چې په صوبه سره او بلوچستان کې دوه خپلواک حکومتونه منځ ته راشي چې په راتلونکې کې د افغانستان سره ګډ شي او احمد شاهي افغانستان منخ ته راشي. هغه وخت دي د تروريزم او بهرنيو بريونو او لاس وهنو ټغر د لوي افغانستان څخه د تل لپاره راټوليږي. 


 تل د وي د لرو برو پښتنو ملي پيوستون



په درنښت 

Copyright Larawbar 2007-2024