د زابل قومي مشرانو ولسمشر حامد كرزي ته مباركي وويله

د لراوبر اداره | نوومبر 4th, 2009


دزابل قومي مشرانو د ولسمشر په توګه د حامد کرزي د بيا ټاکل کېدو ملاتړ کړى او هغه ته يې مبارکۍ وويله .
دزآبل دبيلابيلو ولسواليو لسګونه قومي مشرانوديوي غونډي په لړ كي ولسمشر حامد كرزي ته مباركي و ويله اونوموړي يي دافغانستان دستونزو دحل لپاره يو غوره شخص وباله .

غونډي ته يوتن ويناوال اوقومي مشر محمد رسول كوچي وويل كومه پريكړه چه دټولټاكنو خپلواك كميسيون كړيده دوي ورته هركلي كوي .

نوموړي زياته كړه چه نړيوال بايد په صادقانه ډول دولسمشر سره كار وكړ ي ترڅو په هيواد كي سوله ثپات اوارمي راشي .

دغونډي يوبل ويناوال اوقومي مشر حاجي ملك شينواري وويل چه دنوي ولسمشرپه توګه ښاغلي حامدکرزي ته مبارکې وايي اوله کرزي څخه يې په راتلونکې کابينه کې دبدلونونوغوښتنه وکړه.
نوموړي زياته كړه چه ولسمشركرزي دي په خپله كابينه كي د اداري فساد سره مبارزه وكړي او هغه لوړپوړي چارواكي چه په اداري فساد تورن دي دوي دي له خپلي كابيني څخه لري كړي .

ديادوني وړده چه په ياده غونډه كي ملي اتڼ هم وشو او دغونډي برخوالو دخداي (ج) له درباره په هيواد کي يي د دايمي سولي راوستلو او د يو کامياب دولت د جوړلو په موخه دعاګاني هم وكړي .

Copyright Larawbar 2007-2024