کور / کره کتنه / د … لیکنې ځوابیه

د … لیکنې ځوابیه

په بېنوا سایټ کې د میرویس جلالزي د لیکنې ځوابیه

له کله چې د انټرنېټ په نړۍ کې د پښتو ژبې وېبپاڼې او وېبلاګونه ډېر شوي، نو خدای سته مینه وال یي هم ورسره ډېر شوي او دا بهیر لا د چټکۍ پر لور روان ده. هره رسنۍ که هغه برېښنايي وي او یا چاپي باید خپلو مینه والو او لوستونکو ته د ژورنالیزم د اصولو او قوانینو سره سم خبرونه، رپوټونه، مرکې او نور معلومات خپاره کړي. له بده مرغه په افغانستان کې چې کله د رسنیو ازادي رامنځته شوي، نو هر بېکاره او بې اوزګاره را ولاړ شي او له ځانه خبریال جوړ کړي، او داسې بې معنی، له حقیقته او انسانیته لري لیکنې پکښې خپروي چې هغه بیا لوستونکی د ټول ژونالیزم له ډګر څخه ستړی او بدګومانه کړي. په دې پښتو سایټونو کې یو هم د بېنوا وېبپاڼه ده چې موږ ټول یي پښتو ژبې او پښتنو ته د هغوئ د خدمتونو په اړه په کلکه سره درناوئ کوو، خو د دې وېبپاڼې یو تن لیکوال، ښاغلی میرویس جلالزی، چې نن ورځ په پښتو رسنیو کې چې کله له کوم دولتي چارواکي څخه د خپلو شخصي اغراضو او یا نورو مقاصدو د نه عملي کېدو په خاطر خپه شي، او یا هم د کوم لوړپوړي دولتي یا غیر دولتي او معزز کس دښمنان وغواړي چې په هغه پسې منفي او بې قضاوته لرې لیکنې وکړي، نو بیا هغه شان کسان میرویس چلالزي ته ورځي او د څو افغانیو یا ډالرو په بدل کې بیا نوموړی د ژورنالیزم سپیڅلې دنده په اوبو لاهو کوي او راولاړشي سپینې پاڼې داسې په بې معنی او مغرضانه او د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر لیکنو باندې ډکه کړي چې، هغه د کلي د خلکو په وینا هر هغه څه چې یي په خوله ورشي، راباسي يي. البته دا لومړی ځل نه ده چې ښاغلی میرویس جلالزی داسې له درواغو او له حقیقته نه ډکې لیکنې لیکي، بلکې په کراتو کراتو داسې بې معنی او داسې محال او له واقعیته خبرونه او لیکنې خپروي، ته به وايي چې دی دټول هېواد عام تام حاکم ده او هره ګړۍ له هرې خبرې نه خبریږي. دا ځل هم دې ښاغلی د پکتیکا په والي، جنرال عبدالقیوم کټوازي پورې دومره غټ درواغ او له تبلیغاتو نه ډکه لیکنه کړي، چې زما په اند دا به د درواغو لیکلو په تاریخ کې تر ټولو د غټو درواغو لیکنه وي.

ښاغلی میرویس جلالزی داسې لیکي:

(( د پکتیکا والي قیوم کټوازي ته نږدې یوې سرچینې بینوا ویب پاڼي ته وویل چې ښاغلي کټوازي د حامد کرزي تر بریالي توب څو ورځي دمخه په کابل کې په سلګونو کسانو ته له ډول سره پلو ورکړه.د دغه محفل اصلي لامل د ښاغلي کټوازي نوی واده په ګوتو شوی دی. ښاغلی کټوازی چې څو میاشتې دمخه د پکتیکا د نوي والي په توګه ټاکل شوی دمګړۍ څلور لوراني لري او تر اوسه نه ده څرګنده چې د دوهم واده دلیل یې څه وو. ویل کیږي چې د ښاغلي کټوازي او د هغه د نوې میرمنې تر منځ هم ډیر ستر سني توپير موجو دی. عیني شاهدان او هغه کسان چې د ښاغلي کټوازي د واده مراسمو ته په کابل کې ور بلل شوي ول وایې چې نوموړي د خپل واده په مراسمو کې په لسګونو زره امریکایې ډالره لګولي ول او په دې سربیره یې د نجلۍ پلار ته هم په سلګونو زوره روپۍ د ولور په توګه ورګړي دي. نوموړی د حامد کرزي د دولت په لومړیو ورځو کې د پکتیکا په ولایت کې د ملي امنیت یو عادې مامور وو چې په مرکز ښرنه کې اوسیده خو کله چې په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د ریس په توګه وټاکل شو نو د غریبۍ ژوند یې نوي بڼه خپله کړه.))

په پورته لیکنه کې جلالزي صاحب لیکلي چې جنرال کټوازي دویم واده کړی او په کابل کې يي د واده په مراسمو کې په لسګونو زرو ډالر لګولي، دا بلکل غلطه خبره او غټ درواغ دي. والي صاحب یوه میرمن لري او زما په اند په ټوله نړۍ کې به یوازینی کس والي صاحب وي چې له خپلې کډې او کورنۍ څخه به خوشاله وي. خو دا واده د والي د دویم ورور و، چې محمد رحیم نومیږي. او بله خبره لا دا چې د جنکۍ پلار مخته کلونو کې وژل شوی، خو جلالزي صاحب لیکلي چې د جنکۍ پلار ته يي په سلګونو زرو پاکستانۍ کلدارې ورکړي دي. په داسې حال کې چې د همدې واده شرعي مهر ۲۰۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې وي. درېیمه خبره دا چې په دې واده کې اصلاْ کټوازی صاحب کابل ته نه و راغلی او د دې خبرې سپیناوی تاسې په کابل کې له میشتو ټولو کټوازیانو څخه هم کولای شی.

جلالزي صاحب لیکلي چې جنرال کټوازی د کرزي د حکومت په لومړنیو کلونو کې د پکتیکا په ولایت کې د ملي امنیت یو عادي کارمند و، دا لا څومره ښکرور درواغ دي، نوموړی له همغه اول پړاو نه د پکتیکا د ملي امنیت رییس و، خو نن چې يي ځان دولایت کچې ته رارسولی، دا نو تقوی، لیاقت، خدمت، دندې او هېواد ته ژمنتیا او قرباني غواړي. په دې شکر چې ښاغلی کټوازی پخوانی جنګسالار او یا هم له بهر ملکونو څخه نه دی راغلی. ښاغلی جنرال کټوازی د افغانستان د پخواني پوځ د یوه با اعتباره او مشهور پوځي، ارکان حرب ډګروال عبدالخالق خان کټوازی زوی، د هغه چا زوی چې دپوځ پخواني کسان او صاحب منصبان یي د نوم په اوریدو سره د هغه د دیانت، صداقت او خلکو هېواد ته دخدمت د پاکې مینې او جذبې له لاسه په لړزا راځي. نو جنرال کټوازی هم د هغه کس زوی ده. هر انسان په ژوند کې بېلابېل پړاوونه وهي، یو څوک هم د خپلې مور له نسه والي یا پاچا یا وزیر نه دی پیدا شوی، دا ټول اول ساده مامورین وي، چې وروسته بیا لوړو لوړو څوکیو ته رسیږي. که څه هم د جنرال کټوازي دنده تر والي کېدو مخکې په کندهار کې وه، خو په پکتیکا د امنیتي حالت په خرابیدو او دهغه وړتیاوو ته په کتنې او د سیمې د خلکو په غوښتنه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د پکتیکا د والي په توګه وټاکل شو، چې نن ورځ دا دلمر په شان یو څرګند واقعیت دی چې د پکتیکا ولایت په تیره بیا د کټواز سیمه وروسته له اتو کلونو له یوه ډاډمن او عام تام امنیت څخه برخمنه شوې ده.

دلته زه له خپل ګران هم مسلکي ورور، میرویس جلالزي ته یوه وړوکي مشوره ورکوم او هغه دا چې هر څه چې په خوله او ژبه درشي، مه یي لیکه، لږ چورت پرې ووهه او د ژورنالیزم اصول په پام کې نیسي، که چیرې تا په رښتیا هم کوم ژورنالیستي پوهنتون یا انستیتیوت او یا هم کوم کورس ویلی وي او یا د کوم ژورنالیست له څنګه کېنستی يي، نو د هغو لومړئ خبره به تاته د خبر او د رپوټ موثقتوب یا ریښتینوالی يي، نه د درواغو او او بې معني او تبلیغاتي لیکنه، کوم چې ته محترم يي د څووم ځل لپاره لیکي او خپروي يي.

په پای کې د بېنوا وېبپاڼې له چلوونکې، ښاغلي هادي حیدري څخه په خورا درنښت هیله کوو چې، د لوی او فاضل استاد، خدای بښلي عبدالروف بېنوا د ستر نوم او خدمتونو د نه شرمولو او نه بدناموولو په خاطر نور په دې وېبپاڼې کې د بې ظرفیته او بې کفایته تش په نامه ژورنالیستانو لیکنې خپرې نه کړي، که چیرې دا کار دوام ومومي، نو بیا به دا له پښتو ژبې، ملت او د لوی استاد بېنوا له شخصیت سره ستا د ذاتي دښمني ښکارندوی وي.

په درنښت