کور / نثر / يو شعر يوه نړۍ خبرې

يو شعر يوه نړۍ خبرې

د پښتو شعر اوسنی بهير له ځنو خبرو سره سره ډېر بريالی پر مخ روان دی ، سمه ده چې يو شمېر ياران مو د شرنګېدلي رديف په زور ، د لفظونو او رنګونو په زور ، د پيغام او انځور په کشمکش او يا هم د ترکيبونو په زور شعر پر مخ بيايي ؛خو له دې هر څه سره سره په اوسمهالي شعر کې له داسې نوښتونو سره هم مخ کېږو چې راپېښ ناورين ، يو لوی تاريخ او کتابونه کتابونه خبرې په ډېرو کمو الفاظو کې رانغاړي ، تر دې چې په يوه بيت کې.
د (( يو شعر يوه نړۍ خبرې )) د لړۍ پيل د اغلې نعيمه وردګ له ” زه به جنډه کړمه سور شال په قبر ” له شعر څخه کوم.

پرون زموږ کلي کې زيري کېدل
چې ټول ځوانان به له پردېسه راځي

څوک په ايران څوک په عربو کې دي
څوک ، له کوټې او څوک له وېشه راځي

يو کليوال تصوير ، د ګډې خوشالۍ شېبې .
زمونږ غربت ځپلي زلمي چې له کليو نه په پردېس وځي ؛نو ځنې خواږه ملګري په ګډه ځي ، ډلې جوړې شي او د مسافرۍ کچکولونه غاړې ته کړي ،که بېرته د وطن په لور له کلونو ، کلونو مسافرۍ پس هم ستنيږي ؛نو له پخوانو زمانو راهيسې تر ننه په ډلو او ټولګيو ستنېږي ،دا ټپه يې کره ثبوت دی.

مسافر ډلې ډلې راغلل
زما د يار ډله وروستۍ ده را به شينه

په کليو کې دزېري کولو تصوير يې هم يو کليوال تصوير دی ، دا زيري تر ډېره د کليو د ماشومانو او بيا جينکو له لوري کيږي ، کليوال ژوند دومره خوږ دی ،چې ماشومان يې د کلي هر زلمکی خپل ورور ګڼي او زړې ميندې بيا د پرديو زلمو د راتلو په سر هم زېرانې ورکوي ،چې هر ماشوم غواړي تر نورو د زيري په رسولو کې ګړندی او چابک اوسي ،چې خپل جېبونه ښه ډک کړي.
د مسافرو په حال احوال د زيري ورکولو يوه رښتونې دردونکې کيسه مې د ښاغلي استاد لعل پاچا ازمون په يونليک (( د ترکستان په ميرو ورکه )) کې هم لوستې وه ،چې دلته يې يادونه ډېره بې ګټې نه بولم .

{ په دې ولايت کې يوې سپين سرې ادې راته يوه ورځ وويل: زويه ته د کوم ځاى يې ما وويل :د ننګرهار، هغې راته اسوېلى وکېښ او ويې ويل :ما ويل ګوندې د ايران ، يې ما وويل ولې مورې؟ هغې راته د ستړي اسويلي له وېستو وروسته وويل زويه! دا څلورم کال دى چې زوى مې له کوره مزدورۍ پسې وتى ايران ته تللى،دمړي او ژوندي پته يې نه لګي،ما وويل چې ته ګوندې دايران يې او له هغه ځايه به راغلى يې او زما زوى به دې ليدلى وي،ما ورته وويل: مورې بشپړه پته يې درسره نه شته ، هغې وويل: خو ايران ته تللى،کنه؟ ما ورته وويل: ايران خو لوى ځاى دى هلته کوم ښار او کومې سيمې ته ؟ هغې وويل: نور راته معلومات نه کېږي،زويه و بم ګټې که د هغه معلومات دې وکړ او يودوه ګوتې ليک دې راته ترېنه راوړ،ما ورته وويل: مورې زه هڅه کوم،دامې خوشاله کړه،نوم مې ترې وليکه،ددې ځاى پته مې ترې واخيسته،کله مې چې ترې رخصت اخيست نو راته يې کړه زويه! که چا زما د زوى خبر را وړ نو يوه وړه لمسۍ به په زېري کې ورکړم،ځکه ماشومان يې هر وخت رانه پلار غواړي.}

دغه زېري کېدی شي د پېغلو نجونو تر منځ په شفري ډول هم تر سره شي يعنې په ګودرونو کې په سترګو سترګو کې رازداره جينکۍ يو پر بل زېري وکړي يا هم چېرته د تناره په غاړه.
وبه وايم چې په لومړي بيت کې د زېري کوونکو نه ښودنه شعر ته لا نور تصويرونه هم ورکوي ؛خو په دويم بيت به يې د ښاغلي نثار استاد خبره يو د ګل ګوذار وکړم چې لومړۍ نيم بيتۍ ترې په زمانو کې لږه ښوېدلې ده.
(( څوک په ايران څوک په عربو کې دي )) .

زه وايم که داسې وه ښه به وه.

څوک له ايران څوک له عربو څخه .

د کلي منځ کې خوشالي خپره وه
ټول انتظار وو د موټر په تمه

چې يې په لين کې د هرات چلوه
د تورکي ورور د کاسټر په تمه

په دې شعر د څه ليکلو لپاره تر ټولو ډېر زړه همدې بيت او په تېره بيا د ( تورکي ) لفظ راکړی.
دلته شاعرې د نوښت انتها کړې، مونږ په اکثره کليو کې داسې نومونه لرو لکه ښايسته ګل ، مامک ، سپينکۍ ، تور ګل ، ګل لالا ، لالکی ، خانکی ، تورکی او……. په نجونو کې ماجان ، روګل ، قندي ، ماګل ، ………چې دا نومونه ډېر لږ د کورنيو له خوا او ډېر زيات د کليو د ښځو له خوا ايښودل کيږي ، په پورتني بيت کې ( تورکی ) د موټر چلوونکي خپل نوم نه دی ؛بلکې کليوال يې له ډېرې مينې تورکی بولي .

څه له مې توره توره بولې
زه توره نه يم مور په ناز بللې يمه

د نوښت انتها ځکه ورته وايم چې يوه ډېره عامه خبره ده ؛خو تر اوسه په شعر کې نه وه راغلې او بيا په دومره هنري ډول کارېدل يې چې ورسره د(( ورور )) اضافه شوی توری شعر ته لا ښکلا ورکوي.
په ټوله کې دغه ډول خلک کوم چې شاعرې په بيت کې ذکر کړی د کليوالو نجونو لخوا د ورور په نوم بلل کيږي.

چا انتظار د خپل ابا کولو
چا وېلې ورور چا وې بچې مې راځي

څوک د خاوند څوک د مين په تمه
زه هم وم خوښه چې لالی مې راځي

له ډېره ځنډ او جدايۍ نه وروسته
زما غوږو ته ښه خبر راغی

چې ټول يو ځای به راځي خپل کلي ته
دا له روژې وروسته اختر راغی

په شعر کې لکه د يو ښه ناول تلوسه او پاټ بدلول د شاعرې تر ټولو ستر کمال بولم ، په لومړيو دوه بيتونو کې د انتظار او تلوار وارخطا شېبې څومره ژر او بې له تکلفه په ورپسې دوه بيتونو کې د خوشالۍ په جانانه شېبو بدلېږي او همدا د خوشالۍ اوښکې په لاندنيو بيتونو کې په ډېر هيجاني ډول د غم او ماتم په اوښکو بدلېږي

خو انتظار لږ څه ځنډ من غوندې شو
د خلکو منځ کې آوازې خپرې شوې

د مساپرو موټر نه ښکارېږي
د هر يو تن په خوله ګيلې خپرې شوې

يو ناڅپي يو لوی موټر د لارۍ
د کلي مينځ ته ډېر آرام راغی

وې : د تورکي موټر راکټ خوړلی
دغه د سرو وينو پيغام راغی

شاعره د خپل فکر په ټول قوت د پېښې رښتونې عکاسي کوي ، هماغسې لکه يو عکاس او کيمره مين ؛خو شاعره بريالۍ ځکه ده چې صحنې ته په خپله ځان له ټولو هواسو سره ورداخلوي ، د درک قوه يې هم د ستاينې وړ ده .

چا وېلې دا د دښمنانو کار دی
څوک د لارۍ تر څنګ آرام ولاړ و

چا جنازې ته وه اوږه ورکړې
چا کړلې چيغې څوک حيران ولاړ و

هماغه اوازې ، هماغه ګونګوسې لکه د لغمان د اوه ويشتو تنکيو ځوانانو د جنازو پر مهال .

له درده ډک خو په رښتينولۍ ولاړ بيت دی ، حيران يم شاعره د کوم فکري ځواک له مخې د دومره دردونکې صحنې په ذکر سره بيا هم د دومره رښتينو تصويرونو په راوړلو توانيږي ، د جنازو په داسې صحنه کې رښتيا هم چې ځنې خلک همداسې مباحثې کوي او ځنې بيا چې له ډېره غمه يې ټول هوش او حواس بايللي وي ، ديوالونو او موټرو ته چوپ چاپ تکيه ولاړ وي.
چا کړلې چېغې څوک حيران ولاړ و
د چېغو سره د ځنو خلکو حيران پاتې کېدل يو تجربوي تصوير دی ، شاعره له خپلې تجربې نه د دومره رښتيني تصوير په راوړلو بريالۍ ده ، د ځنو خلکو حيران ودرېدل په دې معنا نه چې ګويا خفه به نه وي ؛بلکې په داسې يوه ويرجنه شېبه حيران پاتې کېدل لکه د زړه د درېدو په معنا وي ، ما په خپله داسې ناوې ليدلې چې د واده په پنځمه مياشت يې د خاوند د مړي کټ کور ته راننوځي ، ناوې د واده کوټې ته ځي د واده د ديواله سرې پردې راخلاصوي او تر پايه يې له خولې نه اه نه وځي ، حال دا چې د زلمي په شهادت د پنځم کلي ښځې سرونه شوکوي.

زما په ياد شوې د اشنا خبرې
چې تګ نه مخکې يې وعده راکړله

په سره سالو کې به دې ناوې کړمه
دې دروغجن راته دوکه راکړله

يو بل نوښت ، سراسر نوښت ،،او د درد انتها ،،، خپل شهيد مئېن ته د ” دروغجن ” خطاب کول !
په عام ژوند کې له دې خبرې سره ډېر مخ کېږو ، د مړو په ويرنه کې يوه عامه خبره ده ، وه فلانيه سترګې دې خلاصې کړه سپين سرې ادې دې چا ته پرېږده ، وه ځوانيمرګه ! پېغله خور دې د چا اسرې ته پرېږدې ، وه ارمانجنې ته خو دې د ګلالي ورور واده ته هم پاتې نه شوې ، وه دروغجنه تا خو ما سره د سرې لوپټې وعده کړې ، وه بې وعدې تا خو ويل چې ګل مکۍ ته به له پېښوره لوټ باران کميس راوړم ،،،،، ،،،، مړي ته له ډېره درده د دروغجن خطاب کول په عامه ژپه کې بلا ډېره ده ؛خو شعر ته راوړل يې پوره نوښت دی.

دی بې وفا شو ، زه وفا کومه
زه به جنډه کړمه سور شال په قبر

تر وروستۍ ورځې به يې ياد ساتمه
تل به يې بل ساتم مشال په قبر

د پښتني غيرت ښکلی سمبول دی.

خو جنازې ټولې په اورکې سوي
زه اشنايې د جانان څنګه وکړم؟

دلته يو هم د پېژندلو نه دی
د غه يو شال د کوم مزار جنډه کوم؟

په شعر کې د وطن د پېښو رښتينې عکاسي شوې ، مونږ په دې وروستيو کلونو کې د لسګونو داسې پېښو شاهدان يو ،چې بې ګناه زلمي مو د ستمګرو او ځنو نامعلومو ډلو له لاسه په همداسې ډليزه توګه په شهادت ورسېدل ، شاعر د خپل عاطفي ضمير له لوري اړ دی ،چې د وخت د دردوونکو او تاريخي پېښو عکاسي وکړي.
د نعېمه وردګ زه به جنډه کړمه سور شال په قبر ” شعر د يوې رښتينې پېښې له درده ليکل شوی او هر کله چې شعر له رښتيني درده ليکل کيږي له هر ډول ګرامري او لفظي نيمګړتياوو سره سره د اورېدونکي او لوستونکي پام د ځان په لوري راکاږي ،چې همدا د ښه شعر ځانګړتيا ده.

ماخذونه
www.mirmanbaheer.org
www.khabarona.com