کراچي : د ارواښاد عبدالهادي ريشاء ياد غونډه جوړه سول

د لراوبر اداره | نوومبر 2nd, 2009



د ۲۰۰۹ م کال د نومبر پر اوله د پاکستان په کراچي ښار کي د ارواښاد  عبدالهادي ريشاءد مړيني د څلويښتۍ په مناسبت دارواښاد د فرهنګپال زوی عبدالرحيم ريشاء لخوا د هغه په کور کي يوه کوچنوټې یادغونډه جوړه سوې وه. په دې غونډه کي د مرحوم ریشاء پر علمي هڅو ، شخصيت او آثارو  مختلف بحثونه وسول. استاد عبدالروءف منصف صاحب دخپلې درنې مقالې په يوه څای کي وويل: ٬٬ زه دی محترم مرحوم د پښتو د آزادو ادبياتو او د قيدوبند راوتلي خيالاتو او په ساده وطني الفاظو د شعر او نثر ويلو او ليکلو اولين شخص بولم ،او ما تر ده دمخه دغسي ادبیات ډېر لږ اورېدلي او ليدلي دي او که و وايم چي نده مبالغه ،  نده.٬٬     وروسته  دغو ښاغلو  خپلي مقلې او نظرونه وويل : حاجي عبدالرشيد هاوند،سعيد لودين، ډاکټر عبدالفتاح ، قاري حليم شملزی، پروین  فیض زاده ملال او عبدالرحيم ريشاء.


و دې غونډي ته د کراچي ښار دليري او نيژدې سيمو څخه پښتانه فرهنګپال راغلي ول.

غونډه د ماپښين پر څلورو بجو د کلام الله د څو مبارکو آياتو  او د ارواښاد ريشاء و پاک روح ته د دوعا  په و يلو سره پیل سوه  او پر ۷ بجو په دوعا  ويلو ا د عبدالرحيم ریشاء لخوا په مننه ويلو سره ختمه سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024