ټاكل شوې ولسمشر كرزى نن مطبوعاتي كنفرانس وركړي

56 | نوومبر 3rd, 2009


ټاكل شوې ده افغان ولسمشر حامد كرزى نن په كابل كي يوې خبري غونډي ته وينا وكړي.
حامد كزرى پرون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له خوا تر راتلونكو پينځو كلونو پوري د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان شو.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون دا پرېكړه وروسته له هغې وكړه چي د افغانستان د ولسمشرۍ په سږنيو انتخاباتو كي د ښاغلي كرزي اصلي سيال ډاكتر عبدالله عبدالله د يكشنبې په ورځ د انتخاباتو په دوهم پړاو كي د نه ګډون اعلان وكړ.

Copyright Larawbar 2007-2024