بيت المقدس : سلګونه فلسطينيان بغير مقدمې په جېل كي

د لراوبر اداره | اکتوبر 14th, 2009


مقبوضه بيت المقدس: د اسرائيلو په جېلو كي دا مهال د كوچنيانو او ښځو په ګډون 335 فلسطينيان بغير مقدمې په جېل كي بنديان دي. چي دا ده بين المللي قانون يوه سنګينه خلاف ورزي ده.

د اسرائيل د انساني حقوق دوو تنظيمو په قول په اسرائيلي جېلو كي يو فلسطيني كوچنى هم قيد دى. تر اوسه د كوم فلسطيني مقدمه نه ده سوې چي په دغه بنديانو كي د څلور كلونو بنديان هم شامل دي.

د انساني حقوقو ادارې وايي چي دا عمل د بين المللي قوانين په خلاف يوه سنګينه خلاف ورزي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024