بغداد : په دوو چاودنو كي 10 مړه
په عراق كي په دوو چاودونو كي د دوو سرتېرو په ګډون لس كسه مړه او څوارلس زخميان دي.
د پوليسو په وينا د ديالا په ولايت د بعقوبه په سيمه كي ځان مرګي د كافي دوكان ته ورننوت ځان يې وچاود. پوليس وايي د حمله كونكى له بارودو څخه ډك جاكټ اغوستى و.
بله چاودنه په كركو كي وسوه. د سړك له غاړي سره په خښ كړل سوي بم له امله دوه عراقي سرتېري مړه او پنځه ملكي وګړي زخميان سول.