جرمني د نړۍ د ورانيدو سينمايي فلم وړاندي کوي

برلن: په جرمني كي د دنيا د تباهي په موضوع باندي جوړېدونكى فلم به 2012 كي نمايش ته وړاندي سي. برلن كي د فلم هدايتكار رولينډ اميرچ او د فلم ستوري جوهن كوسك د فلم د تشهيري د مهم په دوران وويل 2012 فلم په يوه عليحده موضوع باندي جوړ سوى دى. د هغه په وينا د ماين كيلنډر په تصور باندي جوړ سوى فلم 2012 پوري د دنيا د تباه كېدو منظر ښكاره سوى دى. چي په هغه كي د كليشيئر د چاودلو څخه طوفان راځي او نور قدرتي افتونه ښكاره سوي دي. په دې موضوع باندي جوړ سوى فلم به په دنيا كي لومړنى فلم وي او په دې باندي ډېر محنت سره كار سوى دى. كتونكو ته به دا فلم ډېر په زړه پوري وي.