مک کرسټل د افغانستان لپاره د ۸۰ زره سرتيرو يادونه کوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 14th, 2009


واشنګټن: په افغانستان كي د امريكايي سرتېرو كمانډر جنرل اسټېنلي مك كرسټل ويلي چي په افغان حكومت كي بدعنواني ختمه نه سي طالبانو ضد جګړې ته 80000 سرتېري هم بس نه دي.جنرل كرسټل په واشنګټن كي نيوزبريفينګ كي وويل په افغان حكومت كي د جاري بدعنواني مخ په ډېرېدو له امله ډېري مسائل مخ په ډېرېدو دي. د طالبانو په خلاف جګړه باندي اغيزي كوي. د هغه په  وينا كه بدعنواني ختمه نه سي نو 80000 سرتېري به د القائده ختمولو لپاره به ناكافي وي.

Copyright Larawbar 2007-2024