دافغان او امریکایی سوداګرو ګډ کنفرانس جوړیږی.

اسدالله زړه سواند | اکتوبر 15th, 2009


دافغانستان د سوداګری او صنایعو د خونی چارواکو په نږدی راتلونکی کی د امریکا او افغانستان ترمینځ د سوداګری د پراختیا د پنځم کنفرانس جوړیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د سوداګری او صنایع دخونی رئیس محمد قربان حجقو د پنجشنبی پر ورځ په کابل کی یوی خبری ناستی ته وویل د غه کنفرانس د روانی عیسوی میاشتی په اتلسمه نیټه په امریکا کی پیلیږی او تر دریو ورځو پوری به دوام وکړی، نوموړی وویل چی ددی کنفرانس موخه د افغانستان په بیلا بیلو برخو کی د امریکایی سوداګرو د پانګونی را جلبول ،دافغان او امریکا تر مینځ دسوداګری اړیکو ته پراختیا، دتجربو راکړه ورکړه، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګری د تړونو دلاس لیک لپاره استانتیاو برابرول او د امریکا له لویوسوداګریزومرکزونولیده کاته وښوده.
نوموړی وویل دی کنفرانس ته له افغانستان څخه ۶۰ سوداګر روان دی.
سره لدی چی په افغانستان کی نا امنی ورځ تر بلی زیاتیږی او په لویو ښارونو کی د نا معلومه وسله والو ډلو لخوا دملی سوداګرو تښتونی او وژنی لاهم دوام لری خو ښاغلی حجقو بیا هم افغانستان په نړی کی د پانګونی لپاره تر ټولو ښه ځای وباله.

«

Copyright Larawbar 2007-2024