اوباما هم د کرزي د دوهم ځلې ټاکنو د تصمیم هرکلی کړی.

رحيم ګل څاروان | اکتوبر 20th, 2009


د امریکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزي ته همدا ماښام ټیلیفون کړی او د دوهم ځل ټاکنو له ترسره کېدو یې هرکلی کړی.
د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر خبرپاڼه لیکي، اوباما ولسمشر کرزي ته ویلي چې دا تصمیم د افغانانو په ګټه دی او د ټاکنو پروسې ته باور ورکوي.
بل پلو ولسمشر کرزي له اوباما مننه کړې او د دواړو هېوادو پر همکارۍ یې ټینګار کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024