پاکستاني پوله ساتو ۱۱ ايراني پوله ساتي نيولي دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 27th, 2009


نجم الله شينوارى …مصر.قاهره
  د پاكستان دپولو امنيتي ځواك دايران د انقلاب ساتونكي ځواك 11 تنه سرتيري نيولې

دپاكستان د بلوچستان د ايالات سرحدې پوليسو ويلي چي د ايران د انقلاب ساتونكي ځواك 11 تنه سرتيري يي نيولې چي د پاكستان خاوري ته په غير قانوني ډول ننوتي ول .
د پاكستان د پولو امنيتي چارواكو ويلي چي نيول شوي سرتيري د پوښتنو او څيړنو لاندي دې او ډير ژر به دا څرګنده شي چي دغه سرتيري په څه موخه له پولي را اوښتي دې.
 چار واكو ويلي چي د ايراني سرتيرو سره يي سپكه وسله او دوه موټر هم نيولي دي.
د يادوني وړ ده  چي 8ورځي د مخه  دايران په بلوچستان ايالات كي ديو ځانمرګې بريد له امله د ايران د انقلاب ساتونكي ځواك د 6 قوماندانانو په ګډون 46 تنه وژل شوي ول چي روسته ايران په امريكا او برتانيا او پاكستان تور ولګاوو د ايران د كورنيو چارو وزير وويل چي ددغي بريد عاملين په پاكستان كي ميشت دې چي پاكستان يي بايد ايران ته وسپاري.

Copyright Larawbar 2007-2024