په لغمان کې لاريون وشو.

رحيم ګل څاروان | اکتوبر 28th, 2009


نن سهار اته بجې شاوخوادلغمان ولايت دقرغيوولسوالۍ دچارباغ اودعزيزخان کڅ دليسوشاوخوا شپږسوو زده کوونکودهغه څه په غبرګون کې چې ګواکې امريکايي ځواکونوپه ميدان وردکوولايت کې قران پاک سوځولی ولاريووکړ، اوديوساعت لپاره يې داعتراض په توګه نوموړې لويه لاره دترافيکوپرمخ وتړله .دتيليفون پرليکه دچارباغ لېسې يوه زده کوونکي مدثر جبارخېل خبريال ته وويل چې زده کوونکونه يواځې لاره تړلې وه بلکې ديوشمېرموټرونوته يې مالي زيان اړولی دی زده کوونکی زياتوي ټولوزده کوونکومرګ په امريکا،مړه دې وي شعارونه ورکول اوځېنې انځورونه اودموټروټايرونوته يې اورهم اچولی دی.
ياده دې وي چې له دې مخکې په کابل، خوست، مزار،بغلان، ننګرهاراودکندهارپوهنتونونوزده کوونکوهم دامريکايي ځواکونوددې عمل په غبرګون کې لاريونونه ترسره کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024