امریکا: د عبدالله انصراف د امریکا پرستراتیژۍ اغېزنه كوي

56 | نوومبر 2nd, 2009


امریکايي چارواکو وویل چې، په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي د سیال عبدالله عبدالله انصراف به په افغانستان کې د ولسمشربارک اوباما د جګړې پر ستراتیژۍ اغېزونه کړي.
د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي، د افغانستان د انتخاباتو له دوهم پړاو څخه د ډاکټرعبدالله وتل به د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په اړه د ولسمشر بارک اوباما د څېړنې چاره ستونزمنه نکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیليري کلېنټن په ډاګه کړه چې سپینه ماڼۍ به له ولسمشر حامدکرزي سره که چېري د راتلونکي حکومت د مشر په توګه غوره شي، ګډ کار ته دوام ورکړي.
مېرمن کلېنټن چې اوس مهال د مراکش په سفر کې ده، رسنیو ته په استول شوي برېښنا لیک کې ویلي دي، دا اوس په افغان حکومت پورې اړه لري، چي څنګه د انتخاباتو پروسه د افغانستان له اساسي قانون سره په مطابقت کې یوې نتیجې ته ورسوي.
په پیغام کي راغلي چي امریکا به د افغانستان له راتلونکي ولسمشر او خلکو سره چې د یوې نیکمرغه راتلونکې مستحق دي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. مېرمن کلېنټن له عبدالله غوښتنه کړې ده چې په هېواد کې د سولې له بهیر سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
د سپینې ماڼۍ یوې لوړرتبه سلاکارې واليري جاریت هم پرون وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو په اړه راپورته شوى کړکیچ به د تصمیم نیولو هغه پروسه پیچلې نه کړي چې سپینی ماڼۍ له څه مودې راهیسې د خپلې نوې ستراتیژۍ د څېړنې لپاره پیل کړې ده.
خو مېرمن جاریت ونه ویل چې ایا د انتخاباتو له بهیر څخه د عبدالله وتل به له دې سره مرسته وکړي چې اوباما د دې ستراتیژۍ په اړه ژر پریکړه وکړي او که به یې لا پسې وځنډوي.

Copyright Larawbar 2007-2024