په هرات كي سړي تښتوونكې ډله نيول شوې

56 | نوومبر 3rd, 2009


په هرات ولايت كي تيره ورځ د سړي تښتوونكو يو شپږ كسيزه ډله د پوليسو له خوا ونيول شوه.
د هرات ولايت امنيه قومندان پاسوال عصمت الله عليزي خبريالانو ته ويلي چي د دغې شپږ كسيزې ډلې د نيولو پر مهال هغه ځوان محصل چې د پينځلسو ورځو راهيسې د سړي تښتوونكو له دغې ډلې سره بندي و هم ازاد شوى دى.
ښاغلي عليزي دغه شان ويلي چي له سړي تښتوونكو څخه يې يوه اندازه وسله هم نيولې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024