کندهار کې سلګونو ښځينه فارغينو ته اسناد ورکړل سول
په کندهارکې افغان کاناډاله ښوونېزمرکزڅخه په سل ګونوښځينه زده کونکوته دفراغت اسناد ورکړل سول .
دافغان کاناډا ښوونېزمرکزله ٢٠٠٧ عيسوي کال راپديخوپه په کندهارکې فعاليت کوي چې دچارواکوپه خبره تراوسه يې ٦٠٠ نارينه اوښځينه فارغين ټولني ته وړاندي کړي .
تازه ښځينه فارغينوته د( ادارې ، انګليسي ژبي اوروغتيا ) په برخوکې دکاناډا ديوشمېرپوهنتونوڅخه دانټرنيټ (انلاين ) په توګه تدريس کېده .
په کندهارکې ددغه مرکزمشراحسان الله احسان وايې چې دوى به ددغه ښونېزپروګرام لړى نوره هم پراخه کړي .
دالمړى ځل دي چې په کندهارکې دومره په پراخ شمېرښځينه زده کونکې لوړي زده کړې ترلاسه کوي
په سويلي حوزه کې که له يوه پلوه دزرګونو زده کوونکوپرمخ دښوونځيودروازې تړلي دي نوله بلي خواڅخه په دومره پراخ شمېردښځينه زده کونکوفراغت پکې حيرانونکې خبره ده .