د خوګانو والګی څه شي دئ ؟
ژباړه اوترتیب: ډاکترهمایون ګردیوال
دخلکوپه شان خوګان هم انفلویزااخیستلای شی، مګردخوګانودوالګی وایروس دانسانانو دوالګی دوایروس سره ورته والی نه لری. خوګان ډیرکم وختونه انسانان چیچی اوهغه نادری پیښی چی پخوا واقع شوی دی په عمده ډول په هغو خلکوکی وی چی دخوګانوسره یی مستقیم تماس درلوده. مګردخوګانواوسنې والګی توپیرلری او هغه داچی ددی لامل دخوګانووالګی داسی وایروس دی چی دیوانسان څخه بل ته انتقالیږی اوداپه داسی خلکوکی پیښیږی چی دخوګانوسره یی هیڅ تماس نه دی درلودلی.
دخوګ دانفلوینږااعراض څه دی؟
دخوګ داینفلوینزااعراض دعادی والګی سره ورته دی چی پکی تبه، ټوخې، دستونی درد، ځان دردر، سردرد، سړه لری، کسالت اوستړتیا موجوړ وی. داسی راپورونه هم شته چی دخوګ دانفلوینزاسره ځینی خلک نس ناسته او کانګی هم لری، دداسی اعراضودرلودل په دی مانا دی چی دخوګ دوالګی پیژندنه یواځی په کلینیکی نښونښانونه کیږی اوباید دلابراتوارپه مټ تشخیص اوتوپیرشی.
څه باید وکړۍ که فکرکوۍ چی دخوګ په انفلوینزا اخته یاست/اوکله باید خپل ډاکتروګورۍ؟
که چیرته دوالګی څخه ګیله مندیاست په خپل کورکې پاتی شۍ اودټوخی اوپرنجی په وخت کی خپله پوزه اوخوله په یوه کاغذتشناب وپوښۍ اووروسته هغه کاغذتشناب دخځلوپه لوښی کی واچوۍ اولاسونه موومینځۍ کوم چی ستاسی دوالګی دخپراوی څخه مخنیوی کوی. که چیرته والګی ته ورته اعراض ولرۍ اوورسره په نږدی وختونوکی مو دخطرسیموته سفر هم کړی وی (لکه مکسیکو)نودساری ناروغیودکنترول متخصصین ددی وړاندیزکوی چی بایدډاکترسره مشوره وشی داحتیاط لپاره که دخطرسیمو ته موسفرهم نه وی کړی دلنډ وخت لپاره ډاکترکتلای شۍ. بیا هم په یاد ولرۍ چی ستاسی معالج ډاکتردانه شی تعینولاې چی ایا تاسی دخوګ دانفلویزاوایروس لرۍ اوکه نه. او هغه بایدستاسی څخه یوه نمونه واخلی او لابراتوارته یی دتشخیص لپاره واستوی.
که چیرته ستاسی معالج دخوګ دوالګی انفلوینزا په وایروس مشکوک شی کیدای شی ورته ددی وایروس ضددرمل(ټامیفلو،ریلینزا) په نسخه کی ولیکی. کیدای شی دی درملوته اړتیا پیښه نشی ځکه دامریکی په متحده ایالاتو کی ځینی اخته ناروغان بی له دی درملو هم ښه شوی دی.
دخوګ انفلوینزاڅرنګه نوروته خپریږی؟/ ایا دهوایی قطرودلاری؟
دخوګ دوالګی نوی وایروس دعادی والګی په ډول نوروته انتقالیږی. تاسی کیدای شی داوایروس نیغ په نیغه دمنتن یااخته کس څخه واخلۍ یادداسی یوشی سره دتماس دلاری چی لږ مخکی ورسره اخته کس تماس کړی وی اوبیا په تماس کی شوی لاس دسترګی،پوزی یاخولی سره په تماس راولی، نوله همدی امله باید دلاسونو مینځل عادت وګرځوۍ حتی هغه وخت هم چی تاسی ناروغ نه یاست.منتن یااخته کس نوروته دوایروس لیږدول یوه ورځ مخکی داعراضودپیل څخه لیږدولای شی اودساری دناروغیوکنترول مرکزوایی چی دناروغۍ تر۷ورځوپوری کولای شی داوایروس نوروته ولیږدوی.
دخوګ دانفلوینزاوایروس دټوخی اوپرنجی په حالت کی دهوادلاری بل کس ته لیږدیدای شی(په هغه صورت کی چی خوله اوپوزه ونه پوښل شی). د متحده ایالاتواوسیدونکی دخوګ په انفلوینزاخته ناروغانو دخوګانوسره هیڅ نیغ په نیغه تماس نه ودرلودلای.
دخوګ دانفلوینزادرملنه:
دخوګ دوالګی نوی وایروس دټامیفلواوریلینزاوایروس ضددرملوپه وړاندی حساس دی اوسی ډی سی یی ددی ناروغۍ ددرملنی اووقایی په منظورپیشنهادوی. درمل هغه وخت ډیراغیزمن دی چی داعراضو دپیل په لومړنیو۴۸ساعتونوکی واخیستل شی. مګرټول خلک دی درملوته اړتیانه لری، ډیرخلک په متحده ایالاتو کی چی لابراتواری تشخیص یی شوی وبی له درملواخیستلوروغ شوی دی.
ایا ددی نوی وایروس دمخینوی لپاره واکسین شته؟
نه. مګرسی ډی سی او دروغتیا نړیوال سازمان دواکسین دجوړولولپاره لومړنی قدمونه اخلی، دایوه اوږده پروسه ده اومیاشتې په برکی نیسی.
مادعادی والګی واکسین اخیستی. ایادا دخوګ دوالګی په مقابل کی زما ساتنه کوی؟
نه. دموسمی والګی واکسین په هغه وخت کی جوړشوی چی دخوګ دوالګی په اړه څوک ډیرپه فکرکی نه و.
که چیرته ته دوالګی په وړاندی تیرمنی یا ژمی واکسین شوی یاست نوتا داوږدی مودی لپاره د والګی دځانګړوډولونوپه مقابل کی محافظه کړی. مګردخوګانونوی انفلوینزایوه نوی اوجلا ستونزه ده.
څنګه کولای شودخوګ دوالګی وایروس څخه مخنیوی وکړو؟
سی ډی سی دلاندی ټکوپه نظرکی نیولو سپارښتنه کوی:
خپل لاسونه په منظمه توګه داوبواوصابون سره ووینځې په ځانګړی ډول وروسته له ټوخی اوپرنجی څخه. یاداسی پاکوونکی وکاروۍ چی الکول ولری.
دناروغوخلکوسره دتماس نه ډډه وکړۍ.
پوزه،خوله اوسترګی مودلاس په واسطه مه موښۍ اوویی پوښۍ
نوربایدڅه وکړو؟
ځان باید بیداره کړوچی په ټولنه کی څه تیریږی. اړونده صحی اودولتی اداری ښایی دناروغۍ دخپراوی په اړه اړین اوګټورمعلومات ولری.
دخوګانوانفلوینزاڅومره جدی ده؟
په مختلفوبرخو کی دخوګانوانفلوینزاشدت توپیرلری دبیلګی په ډول په مکسیکوکی یی له امله مړینی اوشدیدی پیښی رامنځ ته شوی. په متحده ایالاتوکی دناروغۍ شدت خفیف و مګرداامکان لری چی تغیرومومی، وایروس ښایی پخپله تغیر ومومی چی داتغیرکیداې شی لږاویاډیرخطرناک وی. پوهان داسی نظرلری چی دوایروسونو دبدلون وړاندوینه ستوزمنه ده یانی دا چی ووایوکله اوڅنګه به بدلون مومی.
ایاله دی مخکی دخوګ دانفلوینزادپیښوانی زیاتوالی لیدل شوی و؟
هو. دامریکی دمتحده ایالاتوپه فونټ ډیکس کی په ۱۹۷۶ کی په یوه نظامی ځای کی یو اوټبریک رامنځ ته شوې و.یوه میاشت یی دوام وکړ ۲۴۰ کسان یی اخته کړل خویوپکی ومړ.دوایروس ډول H1N1 و.
دانوع هماغه نوع وه چی په ۱۹۱۸-۱۹۱۹ ترمنځ یی یوه ناوړه پانډیمی رامنځ ته کړی وه او په لسګونو میلونه خلک یی وژلی وو.
هیله ده په دی اړه به درسره لږترلږه یونظرپیدا شوی وی. هیله نوروته یی هم ورسوۍ
مننه اودرنښت