کور / کیسه / دوى هم روغه ورځ نه ده ليدلې !

دوى هم روغه ورځ نه ده ليدلې !

د غرمې شاوخوا دوولس بجې وې. د کور پر لور روان وم. په کندهار ښار کي کابل بانک ته نژدې مي وغوښتل چي تر سړک واوړم . د موټرانو ګڼه ګوڼه زياته وه. په تېره د ملي پوليسو موټران يې داسي ځغلول، لکه مځکنۍ الوتکه. نه ترافيکي اشاره وه، نه ترافيک پوليس. نو د دې لپاره چي څه حادثه راپېښه نه سي اړ وم چي له احتياطه کار واخلم. ځکه نو څو شېبې د سړک پر غاړه ودرېدم. شاوخوا ته په کتو سره مي يو ناڅاپه سترګي د حضرت عمر (رض) جامع جومات پر نيمګړې ودانۍ باندي ولګېدلې. د دې نيمګړي ودانۍ په ليدو سره مي د رسول الله(ص) يو حديث مبارک راپه ياد سو چي فرمايلي يې دي:

”هر څوک چي د خداى (ج)د رضا لپاره مسجد جوړ کړي خداى(ج) به په جنت کي د ده لپاره دغسي کور جوړ کړي“.

په دغه فکر کي وم چي يو ناڅاپه او بې ارادې د خيالي نړۍ په سمندر ورګډ سوم . ګورم چي د اذان ښکلى، زړه را کښونکى او خوندور ږغ واورم. په سلګونو خلک د مسجد پر لور په ډېره لېوالتيا ور درومي. مسجد په ښکلو ښايستو مرمر ډبرو پوښل سوى دى. ښکلي ګومبتي يې سترګو ته رڼا او لذت بخښي. څو جګو او ښکلو منارو يې هسک ته غاړه اوچته نيولې او نورو ودانيو ته په وياړ کاته کوي. د مسجد پر شاوخوا ډول ډول ښکلي وني او ګلان را چاپېر سوي دي. مخته يې ښکلي شنه چمن د دې اورشو ښکلا څو برابره کړې ده. مسجد ته په ننوتلو سره ګورم چي ټول مسجد په ګران بيو سرو غاليو فرش سوى دى. د مسجد دننه ټول دېوالونه په ښکلو ښکلو ډبرو ، مينا کاريو او د قرآن کريم په بېلو بېلو آيتونو باندي پوښل سوي دي. د جومات په بېلو بېلو برخو کي د څښلو د سړو اوبو سوړ لوښي ايښوول سوي دي. سړه او معطره اېرکنډېشنډ هوا ده. د لوى څښتن(ج) په دغه سپېڅلي او پرتمين کور کي، د لوى څښتن د پيغمبر (ص) وارث، چي موږ ملا امام ورته وايو په ځلاند، ميناتوري سوي، ښايسته محراب کي ولاړ دى، د قرآن کريم روح خوشالوونکي او آرام بخښونکي آيتونه لولي او په سلګونو پر خداى او دين مينو مسلمانانو لوى څښتن ته د عبادت او اخلاص صفونه جوړ کړي دي او په امام پسې لمونځ کوي.

د خوږو خيالونو په دې سمندر کي ډوب وم چي د يوه موټر د تېز هارن په اورېدو سره بيرته خپلي له ناخوالو ډکي نړۍ ته راغلم . ګورم چي مسجد هماغسي نيمګړى نيمه خوا پاته دى. يو ونيم خلک د لمونځ کولو پر ځاى د هغه شاوخوا ته دچاى جواب لپاره ور روان دي. چارچاپېر يې د ګلانو پر ځاى خځلي او نوري چټلۍ غوځول سوي دي. ځينو خواوو ته يې رېړۍ، ترکارۍ او د مستريانو ځيني هټۍ او داسي نور ښکاري. د دې حالت په ليدو مي زړه د وير او غوسې څخه وپړسېد او په سترګو کي مي د اوښکو ډمونه ودرېدل. د ځان سره مي وويل : که چيري دا مسجد د نړۍ په هر اسلامي يا غير اسلامي هيواد کي واى اوس به د وخته جوړ سوى واى. خو زموږ سوداګرو او د دولت ډېرو چارواکو په دې اتو کلونو کي ځانونو ته د هيواد په دننه او دباندي کي ډېرښکلي کورونه او ښايستې ودانۍ جوړي کړې. ان پردو ته يې د کندهار په هوايي ډګر او نورو ځايونو کي تفريحي پارکونه او نور ودان کړل، خو دغه مسجد يې چي د خداى (ج) کور باله سي ودان نه کړ. په دې سوچونو کي وم چي لږ څه ليري يوه کوچنۍ نجلۍ چي له څه مهاله ماته متوجه وه او زما دغه ګرومجن حالت يې درک کړى وو راته راغله او زما د لاس په نيولو سره يې مسجد ته په خپلو غټو، ښکلو او تورو سترګو په ځېر ځېر وکتل. بيا يې پر شونډو ماشومه موسکا خپره سوه او راته ويې ويل:

کاکا جانه ! غم مه کوه. خير دى چي دوى د دې مسجد په هکله دغسي بې پروايي کوي. دوى هم په دې اتو کلونو کي روغه ورځ نه ده ليدلې!