کور / کیسه / د بوډا او سپین ږیري سیالي!

د بوډا او سپین ږیري سیالي!

احسان الله آرينزی

لنډه کیسه لیکوال: احسان الله ارینزی

د بوډا سترګې تکی سرې ښکاریدی.

– څه خبره ده؟

– هېڅ!

په غږ کې یې ستر درد له ورایه ښکارید. لاسونه یې مروړل او ژر – ژر یې شا اوخوا کتل.

سپین ږیری بیا پوښتنه وکړه:

– د مخ په ګونځو کې دې، د ځان په څیر ډېرې خبرې اورم. که ته نه غواړې چې څه ووایي، ټینګار نه کوم.

بوډا سبین ږیری ته ځیر شو او وې ویل:

– هغه ده جنازه یې راوړه!

سپین ږیری لور په لور وکتل. په ادیره کې جنازه او خلک نه ښکاریدل؛ خو بوډا د لاس او ګوتو په خوځولو، پرله پسې ویل:

– جنازه راغله… هغه ده. ته یې نه ویني، لکه زما د دریو زامنو جنازې….

شااوخوا یې وکتل او ورو یې وویل:

—  چې دلته مو په پنځو – پنځو کسانو خاورو ته وسپارلې!

دا وخت دا ښار دومره بدرنګه و چی ادیره پکی ښایسته ښکاریده. سپین ږیری  چی هر وخت به یی په ادیره کی ژړل او د ځړوبی په شان سپینه ږیره به یی په اوښکو لنده وه، پوښتنه وکړه:

–          ته له پخوا دلته اوسی؟

بوډا ځواب ورکړ:

–          زه ټول عمر د دی ښار په یوه لیری غرنئ څنډه کی اوسم. ما همدلته کار کاوه. زموږ مشرانو به ټوکی کولی چی خلکو ته به کور، کالی او ډوډئ ورکوو!

او بیا یی له سپین ژیری څخه پوښتنه وکړه:

–          ته دلته څه کوی؟

سپین زیری ځواب ورکړ:

–          موږ کلی کی اوسیدو؛ خو جګړو تیښتی ته اړ ګړو. زامن می هملته پاته شول؛ خو زه، ښځه او دوه لورانی د خوارئ د پاره دلته راغلو او د ښار په هغه لیری څنډې کی، په یوه جونګړه غوندې خټین کورګي کې دیره شوو.  زموږ مشران هم غلط وختل. دوی به موږ ته د یوی لویی ورورولئ خبری کولی؛ خو عملا ډیر واړه وو، په دی وطن یی کور په کور او کلی په کلی دښنه توب پیرزو کړ او په لسګونه زره خلک یی لولپه کړل!

او د ګوتی په خوځولو یی د خپل کور لوری بوډا ته وښود.

بوډا، سپین ږیري ته وویل:

– زه مخامخ خلک او جنازه وینم.

سپین ږیري شااوخوا ټولې ادېرې ته وکتل!

– زه خو خلک نه وینم!

بوډا ځواب ورکړ:

– لکه چې د زامنو مرګ، ړوند کړی یې!

 سپین ږیري بیا لور په لور وکتل:

– دریغی ړوند وای چې دا بدرنګه دنیا مې نه لیدای!

بوډا وویل:

– ځه چې ورشو. هم به اسقاط واخلو او هم به حلوا وخورو!

سپین ږیري ځواب ورکړ:

– دا خو ښه خبره ده؛ خو ته ویده یا بیسده غوندی ښکارې. ته لږ ویښ شه. جنازه نشته!

بوډا چې لوږې او بېوزلۍ په سر اخستی و او د امید ټولې دروازې بندې لیدې، په کراره وویل:

– دریغی چې نن د کوم شتمن جنازه راغلې وای، چې اسقاط مې اخستې وای!

او ورو یې وژړل.

– خدای ومنئ چې لمسیان مې وږي نهر دي.

بوډا یو ځل بیا شااوخوا وکتل او وې ویل:

– لکه چې ته ړوند یی او جنازه نه وینئ. زه خو چې هر لور ګورم، خلک او جنازه وینم!

بوډا غلی شو. ټولی پلنی ادیری ته ځیر شو. بیا یی سر اوچت کړ، شاوخوا یې وکتل او په کراره یې وویل:

– زما درې زامن دلته ښخ دي.

او په ګوتو یې هغه دری خاورین قبرونه وښودل چې څنګ په څنګ پراته وو او شنې او سرې جنډې پرې رپېدې.

دا وخت بوډا مخکې ورغی. سپین ږیری یې په غېږ کې ونیو.

سپین ږیري ورته وویل:

– ژاړه ژاړه وروره چې زړه دې سپک شي!

بوډا وویل:

– چې لومړی زوی مې ووژل شو، دویم دا جنډې پرې ودرولې. چې دویم ووژل شو، درېیم دا جنډې پرې هسکې کړې او چې دریېم ووژل شو، ما خپله یوه زړه ټوټه پرې ودروله چې قبرونه رانه ورک نه شي!

سپین ږیري چې د بوډا ژړا واورېده، هم وژړل.

– زما هم هلته، د ادېرې په هغه بله خوا کې، دوه ځوانان زامن ښخ دي.

او بې له دې چې د بوډا پوښتنې یا خبرو ته تم شي، وویل:

– بېوزله وو وروره! په کلي کې مو لږ زمکه درلوده؛ خو اوبه وچې شوې، موږ کډه وکړه؛ خو زامن می ځکه هلته پاته شول چې ما او مور او ښخو او اته – نهو ماشومانو ته  لږ خاورې ایرې ومومي.

دا وخت سپین ږیری په زمکه کیناست او وې ویل:

– بېوزله وو؛ ځکه مې د ګلابو په شان ګلالي بچیان له لاسه ورکړل.

او له بوډا څخه یې پوښتنه وکړه:

– ستا په زامنو څه وشول؟ دا چېرې او څنګه مړه شول؟

بوډا په داسې حال کې چې کیناست، ځواب ورکړ:

– موږ بیا په ښار کې لالهانده وو.

خپلې سترګې یې په شمله وچې کړې او وې ویل:

– زامنو مې درس تعلیم نه و کړی، په کارونو نه پوهېدل، بس همدا یوه لاره پاته وه چې ټوپک واخلي او هغه پاچایان وساتي چی هره ورځ یی، په ګولیو ویشتلی ځوانان، په سپینو کفنونو کی په خاورو منډل او د کور، کالیو او ډوډئ په ځای یی، په خلکو ګولئ، کفن او ګور لورول!

 او بیا یې وویل: 

— ډېر غلط خلک وختل!

سپین ږیري وویل:

– زما زامن بیا د پاچا د وژلو د پاره جنګېدل!

بوډا پوښتنه وکړه:

– نو څه ګټه دې وکړه؟

سپین ږیري ځواب ورکړ:

– هېڅ! د لږو پیسو د پاره مې، دوه زامن یو په بل پسې په خاورو وسپارل!

د ادېرې هغه لاندې برخې ته یې ګوته ونیوه.

–  دواړه هلته په ابدي خوب ویده دي او سپینې جنډې پرې رپي.

بوډا او سپین ږیري یو بل ته وکتل. د دواړو سترګې سرې او ږیرې په اوښکو لندې وې.

دا وخت بوډا او سپین ږیري دواړه غلي شول. تورې وریځې پاس لور په لور ګرځېدې او باد د ادیری د سپینو، سرو او شنو جنډو د رپا غږونه راوړل.

سپین ږیري پاس وکتل وې ویل:

– الله زموږ توبې قبولې کړي. سبا به له تندې مړه وو. الله د رحمتونو دروازې پرانیزه.

او شااوخوا یې وکتل. د ادېرې ونې وچې او بوټي مړاوې پراته وو!

بوډا، سپین ږیري ته وکتل او پوښتنه یې وکړه:

– چې ښار کې اوسېدې، زامن دې چېرته مړه شول؟

سپین ږیري ورو-ورو ځواب ورکړ.

– شهادت یې قبول شه، ډېر لیرې په کلیو کې ووژل شول.

بوډا په بیړه پوښتنه وکړه:

– دواړه په یو ځای او یو وخت کې؟

سپین ږیري ځواب ورکړ.

– نه. لومړنی شپږ – اووه کاله مخکې ټوپک واخست. دوه کاله وروسته څو مرمۍ ولکید او مړ شو. جنازه مو په پټه دلته خاورو ته وسپارله.

او د هغه سپینو جنډو خوا ته یې وکتل چې هلته لیرې رپېدې.

– د لومړی ویر لا سم نه و سوړ شوی، چې دویم ټوپک واخست او د پاچا د وژلو جګړې ته لاړ. هغه وخت مو پوره وچه ډوډئ هم نه درلوده؛ ځکه خپله می دعا ورکړه او په خدای مې وسپاره؛ خو کال لا نه و پوره چې په ماین وخوت!

بوډا پوښتنه وکړه:

– نو ولې دې پرېښود؟

سپین ږیري ځواب ورکړ:

– ستا زامن څنګه لاړل؟ اوس خو زامن د پلار خبره نه مني. چې څنګه یې زړه شي، همغسې کوي. ما خپل لومړی زوی ته ډېرې زارئ وکړې؛ خو هغه ونه منلې. وایي تشه لاسه دښمن مې ته یې!

بوډا وویل:

– زما هم همداسې درواخله. د یو ویر به سوړ نه و، چې بل به د پاچا سره ملګری شو. دول لاړل؛ خو موږ یی وږی نهر د خدای آسرې ته پرېښودو.

سپین ږیري هغه لیرې سپینو جنډو ته وکتل او په ژړا یې وویل:

– موږ  د دویم د جامو ټوټې دلته خاورو ته وسپارلې او طریقه مو په ځای کړه.

دا وخت بوډا او سپین ږیري پاڅېدل. دواړه لړزیدل، دواړو ژړل او دواړه پاس وریځو او ښکته رنګارنګ جنډو ته کتل.

له لیرې څخه د اذان غږ واوریدل شو.

– اشهد ان …

بوډا د مخامخ جومات منارو ته وکتل او په غریو یې وویل:

– په هغه ښار کې چې عدالت نه وي او خلک نهر ویده کېږي، لمونځ نه کېږي.

سپین ږیري په غوسه ورته وویل:

– توبه وباسه سړیه!

او بوډا ته یې بد – بد وکتل.

– همداسې خبرې دي چې ورښت یی ورک کړی او وچکالي څو کلنه شوه.

سپین ږیري په داسې حال کې چې بوډا ته لاس نیولی و، وویل:

– ډېر پاچایان ووژل شول؛ خو موږ هم ښه ورځ  ونه لیده. . زموږ مشرانو د شیطان رجیم خبری د ملایکو په ژبه بیانولی.

بوډا شااوخوا وکتل او وی ویل:

– دریغی د خپلو ګلالیو زامنو په ځای زه مړ وای!

سپین ږیري وویل:

– زه هم ډېر ارمانونه لرم؛ خو تر ټولو لوی ارمان مې دا دی چی د خپلو زامنو په ځای مړ وای او دا بدرنګه دنیا مې نوره نه لیدلای!

ماښام و چې بهر چېرته نژدی د درنی چاودنې غږ راغی، لږ وروسته د اور لمبی جګی شوی او د ادیرې ځینې برخې رڼا غوندې شوې. 

بوډا سپین ږیری ته وویل:

— سبایی هرومرو جنازی راځی او زموږ کار به وشی!

ماښام ناوخته دوی دواړه، دوو بېلابېلو خواوو ته وخوځیدل. سړه هوا چلیده، تورې وریځې لور په لور ګرځیدې او ټوله ادیره په سپینو، سرو او شنو زړو جنډو ډکه ښکاریده!

پای

3 جنوری 2022