کور / سياسي / اکرم شاه لالا څوک دى ؟

اکرم شاه لالا څوک دى ؟

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پخوانى سيکرټري جنرل  سينټر اکرم شاه لالا  د ورپيښى ناروغې له امله نن د فبروري پر ۲۴مه کال ۲۰۲۳ د کراچي په اغاخان روغتون کي ددې فاني دنيا نه سترګي پټي کړې.

له کیڼ خوا: ارواښاد رحیم مندوخېل، ارواښاد اکرم شاه لالا، ارواښاد عثمان کاکړ

اکرم شاه لالا تر محترم رحیم مندوخېل صاحب روسته د پښتوخوا ملى عوامى پارټى د تنظيم هغه آډاڼه وه چى ټول تنظيمى ډهانچه پرې ولاړه وه  او د اکرم شاه لالا وروسته دغې ډهانچې ته عثمان  لالا اوږه ورکړې وه او چى کله د عثمان  لالا اوږه ددې ډهانچى نه اخوا شوه نو ټول عمارت دوه ټوټى شو ـ 

اکرم شاه لالا پر افغانيت او د افغان وطن په دفاع دومره مین وو چى کله په جلال اباد د پاکستان او فوځ او مجاهدينو حمله وکړه نو اکرم شاه لالا د افغان پوځ سره اوږه پر اوږه د افغان خاورې د دفاع دپاره د پنجاب پر خلاف جنګيدو ـ 

له کیڼ خوا: اکرم شاه لالا، محمودخان اڅګزی، حامدکرزی او مالک بازی

خو کله د جرمني په بون کي د افغانستان دپاره ټولګډونه  حکومت  جوړيدی نو لالا يورپ ته راغی ، د بون جرګې لپاره یې د افغانانو خپل منځې ستونزى حل کړې او جرګه کامياب سوه ـ 

بيا ېې د يورپ د ګوټ ګوټ نه افغان کادرونه د افغانستان تګ ته چمتو کړل چي افغانستان پرې اباد سي. 

خو د پارټى يارانو اکرم شاه لالا دا صله ورکړه چى په يو سازش/دسیسه ېې له پارټۍ څخه و ایستئ. 

 لالا پدى هيڅ احتجاج ونکړو او نه ېې ګروپ بندې وکړه  خو دا خبره یې په زړه کي وساتله چى اخر د لالا د ناروغۍ سبب شوه. 

اکرم شاه هر وخت دا کوښښ کاوه چي د ګوند وحدت وساتي،په ګوند کي د تنظيم او ادارو بالادستي وي او هيڅ کله په ګوند کي د فراکسيون طدفداره نه وو او دا کوښښ یې کوو چي اختلافات د خبرو د لاري په تنظیمي ادارو کي حل سي خو يارانو دی د ګوند څخه وايستو په اصل کي د ګوند د ماتېدو پېل وکړو اکرم شاه لالا او بيا ورسته عثمان لالا د ګوند د وحدت اصلي قهرمانان وو خو چي کله اول وار پر اکرم شاه لالا او دويم وار پر عثمان لالا وشو اکرم شاه لالا دګوند څخه لرى او عثمان لالا اې شهيد کړل سو.

داکرم شاه لالا سره دده په ژوند کي محمود خان اڅکزي او دده ملګرو ډېر ناروا وکړه ورسته یې د بابت لالا، رضا محمد رضا، مختار لالا، کاکاجي او نور ټولو هغه ملګرو چي د خپل ټول ژوند یې د ګوند او قام دپاره وقف کړې وو دا ناروا عمل وکړ.

 اکرم شاه لالا د مرګ پر بستره پروت وو خو دې زاړه يارانو اې پوښتنه هم ونکړه او اکرم شاه لالا د يارانو نه مرور لاړو او سترګى ېې پټى کړې.

 اکرم شاه لالا چي په تېرو لسو کلونو کي د محمود خان اڅکزي او د هغه د ملګرو له خوا څومره وځورول شو او اکرم شا لالا دا هرڅه په څومره جرت او تنظیمي حوصله وزغمل دا به په تاريخ کي وليکل شي.

لیکوال: ر. مومند