کور / تازه خبرونه / کام اېر هوايي شرکت : کندهار-دوبۍ -کندهار الوتني یو ځل بیا پېل سوې

کام اېر هوايي شرکت : کندهار-دوبۍ -کندهار الوتني یو ځل بیا پېل سوې

د کندهار او دوبۍ هوايي کرښه د تېر یو کال راهيسي تړل سوې وه چي له نېکه مرغه اوس یو ځل بیا د هیوادوالو پر مخ، د کام اېر هوايي شرکت په هلو ځل، پرانستل سوه.
پدې سره به د هیواد د سهيلي سیمو د سوداګرو او اوسېدونکو ترڅنګ، بهرميشتي هیوادوال هم په اساني سره د کندهار د نړيوال هوايي ډګر څخه د عربي متحده ایالاتو د دوبۍ ښار ته مستقيم تګ راتګ کوي.

د کندهار نړيوال هوايي ډګر د کوټې د نړیوال ډګر را وروسته په سیمه کښي دوهم اړين ډګر بلل کيږي، چي د افغانستان د سهيلي ولایاتو تر څنګ د ډیورنډ کرښي د هاخوا د اوسېدونکو دپاره هم یو ښه موقع برابروي چي ددې لاري بهر ته په اساني سره تګ راتګ وکړي.

د کام ایر هوایی شرکت د کندهار-دوبۍ -کندهار د الوتنو پیل د ۲۰۲۳ کال د فبروری ۴ مه نیټه ټاکلې وه.
تر دې وړاندي پر دې هوايي لیکه یوازي د اریانا افغان هوايي شرکت خدمتونه وړاندي کول خو اوس د کام ایر هوایی شرکت ددې تشي د ډکولو ویاړ لري.

د ټکټ د پیرودلو دپاره د اړوند شرکت ویبسایټ ته مراجعه وکړئ :
🌐www.kamair.com
📱https://appurl.io/V06DiMJKX
📞+93799974422
☎️00966563811858