کور / سياسي / افغانستان تر راتلونکو ۳۰ ورځو

افغانستان تر راتلونکو ۳۰ ورځو

لیکوال: ضیا بومیا
دا مهال سوشل مډیا او مډیا ته ګنو خبرو او شایعاتو مخه کړی، خو د حقیقت کره والی لا هیڅ سرچینی ټټر ندی ډبولی. تحلیل کوونکی هر یو د خپل برداشت په استناد تحلیل کوی چی بعضی اوقات ددوی برداشتونه اوپری ولاړ تحلیلونه یی ناسم ثابتیږی.
د نامعلومو سرچینو په حواله تازه نده چی خبری کیږی، پخوا به هم دا شان کانی تر سره کیدی او عامه ذهنیت به په دا شان مالوماتو خړوبیده . ځنی وختونه به بیا داشان خبری رښتیا او کله به هم ناسمی ثابتی شوی، چی پخوا به د سرچوک آوزی ورته ویل کیدی. لدی څووروستیو رادیخوا ، بیاهم ګڼو خبرو، ارګ ته د نږدی سرچینو په حواله مډیا او سوشل میډيا ته مخه کړی او عامه ذهنیت یی ډير بوخت ساتلی ده، لا خو مالومه نده چی دا کره دی او که د استخباراتی ادارو کومه لوبه ده ، چی د ذهنیتونو د انحراف لپاره یی مدیریت کوی .
په ارګ پوری د منصوبو مالوماتو سرچنی حکایت کوی چی په کابل کی واکمنو منځلارو طالبانو دوه ورځی تر مخه مهمه غونډه درلوده ، په دی ناسته کی فیصله شوی چی طالبان باید دحوت تر ۲۵ ځینی مهم چاری تر سره کړی، ورسره جوخت دا خبره هم کیږی چی ، ناسته په کندهار کی د واکمنی او ځواکمنی ۵ کسیزه حلقی له سلا مشوری پرته تر سره شویده ده .
ارګ ته منصوب مالومات دا څلور موضوعات ددی ناستی نتیجی بولی:
۱-غونډه کی فیصله شوی چی د حوت تر ۲۵ نیټی به د قوشتیپی لومړی فاز پرانیستل کیږی او داسی هم ویل کیږی چی ددی ستری پروژی کار تر مودی وړاندی پایته رسیدلای شی ، آن ادعا کیږی چی تر دی مهاله د لومړی فاز کار ۹۲ فیصده تکمیل شویده.
۲- په معارف او لوړو زدکړو کی به د اسلامی حجاب په رعایت سره نجونو ته د زدکړو اجازه ورکول کیږی.
۳- په دولتی او نادولتی موسساتوو کی به میرمنوو ته د کار اجازه د اسلامی حجاب په رعایت سره ورکول کیږی.
۴-ټولګډونه موقت حکومت به اعلانیږی ، او دا حکومت به د اساسی قانون د تدوین چاری په غاړه اخلی او د ملګرو ملتونو لخوا به دا پروسه په رسمیت پیژندل کیږی .
مالومات دا هم وایی چی له غونډی وروسته په خوست ولایت کی یوی جوړی شوی جلسی ته د سراج الدین حقانی څرګندونی دا ثابتوی چی د طالبانو تر مینځ د یوی زلزلی یا سونامی لومړی جټکی متحرکه شوی دی .
سرچینی د حقانی خبرو ته د اشاری تر څنګ بیا په کابل پوهنتون که د ریاست الوزرا د مرستیال حنفی خبری هم ددی ادعا د صداقت دلیل بولی او وایی ، د کابل حلقه چی حقانی شبکه ، د ملابرادر او ملا یعقوب په شمول د دوحی جریان یی غړی دی، نور د کندهار د حلقی د سخت دریځی څخه په تنک دی او غواړی چی خپله لاره په علنی ډول بیله کړی .
دی پوښتنی ته رښتینی ځواب موندل چی بلاخره لوبه کی کومه ډله بریالی شی لا وخت ده ، خو لس ورځی وړاندی په آمریکایی رسنیو کی د آمریکایی مقاماتو له خولی هم ویل شوی وه، دوی ته به آسانه وی چی له ملا یعقوب سره کار وکړی.

لیکوال او تحلیلګر ښاغلی ضیا بومیا